۸صبح، لغمان: سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په پخواني حکومت کې د لغمان د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا نیولی دی.
سرچینو شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې نوموړی تېره پنجشنبه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې نیول شوی دی.
د وفا کورنۍ هم د نوموړي د نیول کېدو پخلی کوي؛ خو وايي چې په لامل یې نه پوهېږي.
تر اوسه طالبانو د هغه د نیولو په اړه څه ویلي نه دي.
د سرچینو د معلوماتو په حواله، وفا اته میاشتې وړاندې هم نیول شوی او له یوې شپې وروسته بېرته خوشې شوی و.
د سرچینو د څرګندونو له قوله، اجمل وفا له ازادېدو وروسته کابل ته راغلی و او دا یې دویم وار دی چې نیول کېږي.
د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیولو خبره نوې نه ده.
له دې وړاندې یې هم د پخواني حکومت پوځیان او کارکوونکي نیولي دي.
څه موده وړاندې یې د زابل د ولایتي شورا پخوانی رییس عطاجان حقبیان نیولی و.