۸صبح، کابل: د طالبانو یو پلاوی د تاجکستان له چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
سرچینې نن شنبه (وري ۵مه) خبر ورکړی، چې دغه پلاوی تېره اوونۍ طالبانو ته د تاجکستان د بدخشان ولایت په مرکز خاروغ کې د افغان کونسلګرۍ د سپارلو په اړه د خبرو په موخه تللی و.
د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مالي چارو ريیس محمد موسی کوله او د دغه پلاوي غړي د سوداګریزو ویزو په لرلو سره دوشنبې او بیا د تاجکستان بدخشان ته تللي.
سرچینه وايي، د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماټانو د طالبانو لپاره د دغه سفر لپاره زمینه برابره کړې ده.
سرچينې ونه ويل، چې ايا دواړه لوري د قونسلګرۍ د لېږد په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي او که نه.
د طالبانو پلاوي په خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ هم لیدنه کړې، چې تېره میاشت د واورې ښویېدو له امله ورته زیان اوښتی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تاجکستان ته د دغه پلاوي سفر تایید کړی دی.
د تاجکستان حکومت په رسمي توګه د طالبانو د پلاوي د سفر او طالبانو ته د خاروغ د کونسلګرۍ د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.
د غني د حکومت له نسکورېدو راهیسې تاجکستان له طالبانو سره ښې اړیکې نه لرلې او د نورو هېوادونو برعکس د ازبکستان په څېر یې طالبانو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت له سپارلو ډډه وکړه.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی د ډیپلوماټیکو خبرو لپاره تاجکستان ته تللی دی.