۸صبح، کابل: د طالبانو ځینو مشرانو کابل کې په یوه غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه خپل اختلافونه څرګنده کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سه شنبه د تلې پر پنځمه نېټه د ګرځندوی ورځې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې علم پر نارینه او ښځینه فرض دی او د نجونو د زده کړو مخالفان باید شرعي دلایل وړاندې کړي.
ستانکزي ښځو او نارینه وو ته له توپیري چلند پرته د زده کړو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.
خو د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې له دیني علومو پرته نورې زده کړې مباح بللې او د نجونو زده کړو ته له اشارې پرته یې ویلي: «د امیرالمومنین له امر څخه اطاعت واجب دی.»
په دې وروستیو کې د طالب مشرانو ترمنځ د لیدلورو د توپیر په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
تلګراف تېره اوونۍ د یوه لوړپوړي طالب چارواکي له قوله د نجونو د زده کړو پر سر د دې ډلې د مشرانو له سخت اختلاف څخه خبر ورکړ.