د دوحې هوکړه لیک څلور کاله وړاندې لاسلیک شو؛ هغه هوکړه لیک چې ډېری یې د نوم اورېدل هم نه خوښوي، ځکه چې د مخکیني حکومت د ړنګیدو او واک ته د طالبانو د راتګ لامل ګڼل کیږي. بې له شکه که د هوکړه لیک مادې لکه څنګه چې امریکا او د افغانستان مخکیني حکومت تمه لرله، عملي شوې وای، ښايي په دې ورځو کې به یې په ذهنونو کې ښه نوم مجسم کېده.د اوس لپاره دغه هوکړه لیک یو ګټونکی لري: طالبان. بایلونکي یې هم څرګند دي: متحده ایالتونه او په افغانستان کې یې تر ملاتړ لاندې حکومت.
د دوحې د تړون د څلور کلنې کالیزې په مناسبت د بایډن د حکومت د چارواکو نوی دریځ د پاملرنې وړ دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارين ژان پییر او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په جلا جلا خبري کنفرانسونو او د خبریالانو د پوښتنو په ځوابونو کې هغه ټکي مطرح کړي دي چې ظاهراً یې پخوا په دې تړاو څه ویلو ته زړه نه ښه کاوه: د دوحې هوکړه لیک طالبان پیاوړي کړل او په افغانستان کې یې د واشنګټن متحدین کمزوري کړل او بالاخره یې له میدانه واېستل. طالبانو له نورو افغانانو سره د داسې ماناداره خبرو په برخه کې چې د یوه ټولګډوني سیاسي نظام د جوړېدو کېدو لامل شي، خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. د دوحې هوکړه لیک امریکا دې ته اړ کړه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه له روښانه لرلید پرته خپل ځواکونه وباسي او دا چې امریکا به طالبان اړ کړي چې خپلې ژمنې پوره کړي.
پورتني ټکي چې د امریکا د حکومت د ویاندویانو له خوا څرګند شوي، هغه څه دي چې جمهوري غوښتونکو ځواکونو په پرلپسې ډول د جوبایډن د حکومت پر وړاندې مطرح کړي دي. څه دپاسه دوه نیم کاله د بایډن د ادارې چارواکو هڅه وکړه چې د دوحې د تړون د مادو او هغه څه په تړاو له څه ویلو ډډه وکړي چې پایله یې د طالبانو بری ګڼل کیږي، خو دا ځل تر پخوا په متفاوته توګه راڅرګند شوي او په افغانستان کې یې خپلو پخوانیو متحدینو ته پر بابېزه ګڼلو اعتراف کړی؛ هغه څه چې طالبانو ترې ګټه پورته کړې ده. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د بایډن د حکومت غړو ویل چې د افغانستان پخواني حکومت باید د طالبانو پر وړاندې له خپل پایښته دفاع کړې وای او دا د افغانستان د واکمنانو مسوولیت نه و. خو اوس د سپینې ماڼۍ ویاندې په خپلو نویو څرګندونو کې لږ تر لږه یوه برخه مسوولیت د دوحې پر هوکړه لیک او د وتلو پر بهیر اچولی دی.
د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکا وتل چې د دوحې د هوکړه لیک مادو ته د ژمنتیا پایله ده، تر دې دمه په یوه هدف توجیه کړي دي: د ټاکنو له بهیره بریالي وتل. جمهوري غوښتونکو د دې لپاره چې د ډيموکراټانو د ګوند له لوري د ټاکنو ګټل ناممکن کړي، تر دې مهاله ټوله پړه د بایډن د حکومت پرغاړه اچولې ده. اوس چې امریکايي وګړي ګام په ګام ټاکنو ته نږدې کیږي، سپینې ماڼۍ د انکار له سیاسته لاس اخیستی او اعتراف ته یې مخه کړې ده، پر دې اعتراف چې د دوحې هوکړه لیک د پخواني افغان حکومت په سقوط کې اغېزناک و. په داسې حال کې چې پر ناکامۍ اعتراف هغه هم د ټاکنو په درشل کې د ډيموکراټانو په زیان تمامېدای شي. دا چې سپینې ماڼۍ دا خطر منلی، ښایي پر دې دلیل وي چې له طالبانو سره د واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې دي. که داسې نه وای، د بایډن ادارې لپاره دا ستونزمنه وه، چې د هغه حکومت د نسکورېدو د یوې برخې مسوولیت پر غاړه واخلي چې شل کاله یې د متحده ایالتونو له خوا ملاتړ شوی دی.
بلخوا، طالبان د بريالي شوي ځواک ژپه کاروي او داسې چلند کوي لکه امریکا یې چې پوروړې وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بایډن د حکومت د ویاندې د څرګندونو په غبرګون کې په ښکاره ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د دوحې له هوکړه لیکه « د اوړو د پزې» په توګه کار اخیستی دی: د دوحې هوکړه لیک د دې لامل شو، چې هېواد د اشغال له بنده ازاد شي او اسلامي امارت واکمن شي. امریکا چې په افغانستان کې ناکامه شوه، هڅه یې وکړه چې له دغه هوکړه لیکه د اوړو د پزې په توګه کار واخلي، په داسې حال کې چې دهغه ځينې برخې یې نقض کړي دي.» د امریکا د حکومت ویاندویانو ته د مجاهد ځواب د بري له دریځه او له پیغورونو او کنایو ډک دی. مجاهد په داسې حال کې امریکا د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنوي، چې اتفاقاً د بایډن حکومت د هغه مادې په ښه توګه پلې کړي دي، کنه نو له امکانه لېرې خبره وه چې طالبان دې د واک خوند وڅکي.
د دوحې د هوکړه لیک د څلورمې کالیزې په مناسبت د غبرګونونو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په واشنګټن کې « د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا» په نوم غونډه جوړه شوې وه چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د بشري حقونو او افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازې رینا امیري پکې وینا وکړه. دواړو امریکايي چارواکو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودوونکو اقداماتو د پخوا په پرتله په ښکاره ډول نیوکې وکړې. بلینکن وویل، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند مخالف دي. هغه خبره چې تر اوسه له یوه بهرني چارواکي ډېره لږ اورېدل شوې ده. په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې منير اکرم د دغه سازمان په يوه غونډه کې وويل، چې په کور کې د ښځو ساتل د پښتنو د څو سوه کلن کلتور پایله ده او دا چاره د بدلون وړ نه ده. هغه ادعا چې ډېر غبرګونونه یې راوپارول. بلینکن په دې خبرې سره په ښکاره توګه طالبان چې د ولسي مشروعیت باټې وهي، بې مشروعیته بللې دي. ښايي کمې خبرې د دې ډلې لپاره تر دې خبرې ځوروونکې وي چې خلک له طالبانو تښتی. د بلینکن د خبرو په تړاو د مجاهد غبرګون هم څرګند او توند و: «د افغان ښځو حقونه له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري». دغه هېواد دې په غزه کې خپلو سیاستونو ته پام وکړي. د اسرایلو له جنایتونو د دغه هېواد ملاتړ وښوده، چې نه بشري حقونه پېژني او نه د ښځو او ماشومانو حقونه او دا د امریکا اصلي څېره ده.»
دا ډول څرګندونې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا ښودنه کوي. هر ځل چې امریکا له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي، په ځواب کې یې دغې ډلې هغه څه ته ګوته نیولې چې د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له خوا یا د هغې په مرسته ترسره شوي دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د دوحې د تړون د مادو پر سر د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ جدي ترینګلتیا رامنځته شوې ده. د دې ترینګلتیا پایله که هرڅه وي، د طالبانو په ګټه نه ده. په دې وروستیو کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د بلنکن د نیولو ګواښ کړی دی، ځکه هغه له افغانستانه د وتلو په تړاو د دولتي اسنادو له سپارلو ډډه کړې او د مک کال پر باور دا کار کانګرس ته سپکاوی دی، هغه څه چې امریکا به یې ترسره کړي، د دوحې د هوکړه لیک لغوه کول نه دي، بلکې لکه څنګه چې د امریکا د حکومت ویاندې ویلي دي، دا دي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي. که د بایډن حکومت جدي اراده ولري، کولای شي طالبان د غرور له نیلي راکو کړي.
یو مهم ټکی چې د امریکا او طالبانو تر منځ په اړیکو کې بندون لاپسې زیاتوي، ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د دغې ډلې نږدې کېدل دي. څه موده وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشف ادعا وکړه، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ترهګرې ډلې شته چې ۲۳ زره جنګیالی لري. په وروستیو ورځو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ادعا وکړه، چې طالباني افغانستان د منځنۍ اسیا جمهوریتونو ته ستر ګواښ دی. هغه ان څرګنده کړې چې تېر کال په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.
که ځير شو، د روسي چارواکو څرګندونې د امریکايي چارواکو د څرګندونو په پرتله تندې دي، ځکه وايي چې طالبان له ترهګرۍ سره په جګړه کې ناکام شوي او افغانستان د ترهګرو پر پناه ځای بدل شوی دی. خو د روسي چارواکو د څرګندونو په تړاو د مجاهد غبرګون د اړیکو ترینګلی کوونکی نه و: « غوره ده چې له داسې څرګندونو ډډه وشي چې د ښکېلو خواوو په ګټه نه وي.افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی.» د روسي او امریکايي چارواکو د څرګندونو په تړاو د مجاهد له غبرګونه دوه ټکي درک کولای شو: لومړی دا چې که طالبان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن شي، ډېر جدي غبرګون نه ښيي، خو که د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د بندیانو د ربړونې، ناقانونه وژنې او … مسأله وي چیغې یې د عالم غوږونه کڼوي. دویم، طالبان اوس مهال له خپلو ګاونډیانو او سیمې سره د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا په پرتله ښې اړیکې لري. دا په داسې حال کې ده چې په غیر مستقیم ډول د لویدېځې نړۍ له مالي مرستو ګټه پورته کوي.
په دې ورځو کې د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا له لاسوهنې بې غمه دی او په افغانستان کې هرڅه په خپله خوښه ترسره کوي. په افغانستان کې د ایران د فعالیتونو زیاتېدل ان د ساعتونو په بدلېدو سره هم احساسېدای شي. ایران تر پرونه د امنیت مسألې ته خورا پام کاوه، خو اوس اقتصاد او د افغانستان د بازار د کنټرول اړتیا هم ورته مهمه شوې ده. په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي ادعا کړې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکتور د ایران په چابهار سیمه کې په بېلابېلو پروژو کې له ۳۵ میلیونو ډالرو زیاته پانګونه کړې ده. له ایراني چارواکو سره په کتنه کې طالب چارواکو ان د چابهار په سوداګریزه سیمه کې د استازولۍ د پرانېستلو غوښتنه کړې ده. هغه غوښتنه چې څرګنده نه ده منل کیږي او کنه. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عبدالله سهرابي د دغه هېواد د تایباد سرحدي سیمې له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې باید د افغانستان بازار په خپل کنټرول کې ولري.
له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو ګرمې اړیکې او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالی د امریکا لپاره له دې ډلې سره اړیکي لا ستونزمنوي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او متحدین یې نه یوازې له طالبانو سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نه لري، بلکې ظاهراً یې پر دې ډلې بندیزونه هم لګولي دي.ی م