۸صبح، کابل: د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له دفتر څخه د طالبانو ریاستالوزرا، وزارتونو، عمومي ریاستونو او ادارو ته حکم شوی چې که هر کارکوونکي یې بهر ته د زدهکړو او ظرفیت لوړولو سیمینارونو لپاره سفر کاوه، له نوموړي دې اجازه واخلي.
د طالبانو مشر له دفتر څخه صادر شوی مکتوب چې یوه کاپي یې پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، ښيي چې ملا هبتالله اخوندزاده دا حکم د روان کال د وري پر ۲۷مه کړی دی.
د مکتوب به متن کې راغلي: «ستاسو له لوري که کوم څوک د زدهکړو، ظرفیت لوړولو سیمینارونو یا نورو تحصیلاتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېږي، د هغوی پوره معلومات د چارو ادارې له لارې موږ ته راولېږئ، زموږ تر تایید وروسته به اجراات ترسره کېږي.»
دا مکتوب چې د طالبانو د مشر له خوا د واک انحصار څرګندوي، کومه نوې خبره نه ده.
له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي و چې ملا هبتالله اخوندزاده څنګه پخوانۍ لویه څارنوالي تر خپل مستقیم فرمان لاندې راوستې وه.