طالبانو له ډېر پخوا راهیسې د یوې مهمې وسیلې په توګه د امنیت د ټينګښت ادعا کړې ده. دا ډله د دې ادعا په کولو سره پر دې سربېره چې ځان پر خلکو د واکمنۍ وړ بولي، یو شمیر هېوادونه یې هم غولولي دي. خو په تېرو دریو کلونو کې ځمکني واقعیتونه بل څه ښیي: د امنیت په ټينګښت کې د طالبانو ناکامي. واقعیت دا دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نه یوازې د امنیت شاهد نه دی، بلکې یو ځل بیا د ناامنۍ له څپې سره مخ شوی دی. له دې سره سره، طالب چارواکي له بهرنیو چارواکو سره د کتنو یا په ولسي غونډو کې د ګډون پر مهال خپل رژیم د هېواد د امنیت د ساتونکي او ضامن په توګه معرفي کوي.
له بده مرغه د امنیت له مسألې سره د طالبانو لوبې یو شمېر هېوادونه، نړیوال بنسټونه او بهرني چارواکي غولولي دي. ډېر ځله لیدل شوي چې د ځینو هېوادونو استازو له طالبانو سره په خپلو خبرو کې د هغه څه ستاینه کړې چې دا ډله یې سراسري امنیت ګڼي او وضعیت یې د پخوا پرتله ښه بللی دی. افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ هم وضعیت عادي ښودلی دی. د طالبانو ډله چې د فرصت په لټه کې ده، له دې مسألې اعظمي ګټه پورته کوي. د همدې تېرې اوونۍ په لړ کې اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړ چې طالبان د ګرځندوی د مدیریت روزنیزه دوره جوړوي څو ډیر سیلانیان راجلب کړي. د دې رسنۍ د راپور له مخې، په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر له درېیو کلونو راهیسې زیات شوی او تر ټولو مهم عامل یې د تاوتریخوالي د پاموړ کموالی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو سیلانیانو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۹۱ تنو په ۲۰۲۳ کال کې ۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
طالبان په ځینو برخو کې ډېر هوښیارانه عمل کوي، چې افغانستان ته د ورتګ لپاره د سیلانیانو هڅول یې ښکاره بېلګه ده. د طالبانو امارت غواړي چې سیاستوال په ځانګړې توګه فرهنګپال او رسنیز فعالان خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د افغانستان اوسنی وضعیت عادي وښيي. د طالبانو لخوا د یوې لوېدیځ میشتې افغان مېرمنې کوربتوب چې د طالبانو د خوښې خلاف جامو سره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته ولاړه او بیا خپل دویم استوګنځي ته ستنه شوه، په هېواد کې د تور وضعیت د سپینولو هڅه وه. له هغې د طالبانو کوربتوب په رسنیو کې ډیر بحثونه راوپارول. افغانستان ته د سیلانیانو راتګ یوه پېچلې مسأله ده، ځکه په کوم هېواد کې چې یوه ترهګره ډله واکمنه وي، هلته تل د ځانمرګو بریدونو خطر متصور وي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ټول حقونه او ازادۍ پکې نقض شي او ازادې رسنۍ پکې نه وي، د یرغمل کېدو خطر لوړ وي او… ولې هلته سفر کول مهم دي؟ هېوادونه او بنسټونه ښایي په دې برخه کې له طالبانو سره جوړجاړی ولري.
په کور دننه د دې ناسمې ګټې اخیستنې بېلګه له افغان یوټیوبرانو ګټه اخیستنه ده . په دې کې شک نشته چې یوټیوبران د طالبانو د رژیم لپاره پر یوه رسنیز ظرفیت بدل شوي دي. په زړه پورې خبره دا ده چې د جمهوريت په ازاده فضا کې د یوټیوبوبرانو شمېر ښایي په دې دلیل کم و چې ازادو رسنیو د فعالیت فرصت درلود او کاري فرصتونه د دې ورځو په څېر له منځه نه وو تللي. طالبان یوټیوبرانو ته ځکه د فعالیت اجازه ورکړې چې د هغوی په ګټه فعالیت کوي، نه یوازې دا چې داسې کوي بلکې د طالبانو مخالفین هم تخریبوي. دغو دوو ډلو (بهرني سیلانیانو او یوټیوبرانو) د طالبانو د واکمنۍ د ښه تصویر جوړولو لپاره سختې هڅې کړې دي.
د طالبانو او د دغې ډلې د لابیګرانو او جنګیالیو د ادعاوو خلاف، ځینی نړیوال بنسټونه وخت پر وخت داسې راپورونه خپروی چې د وضعیت د خرابیدو ښکارندويي کوي. په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) موندنې چې تېره اوونۍ ناوخته خپرې شوې، د دې برخې ښه بېلګه ده. د یوناما د راپور له مخې، د روان کال په دوو میاشتو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوي دي. که څه هم دا شمېر د طالبانو او د هغوی د لابیګرانو له نظره د پاموړ نه دی او کم دی، خو له درېیو اړخونو مهم دی. لومړی، د مرګ ژوبلې شمېر د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په پایله کې دی، هغه څه چې طالبان یې د بشپړ لمنځه وړلو ادعا کوي. دویم، دا بریدونه د داعش ترهګرې ډلې لخوا پلان شوي او ترسره شوي دي، هغه ډله چې طالبان یې حضور په کلکه ردوي. درېیم، دغو بریدونو ځانګړي خلک د هغوی د مذهبي عقایدو له امله په نښه کړي دي: هزاره او اهل تشیع وګړي.
پورتنۍ شمېرې د طالبانو د رژیم او د هغه د ملاتړو په نظر کې بې ارزښته دي، ځکه چې د جمهوريت د دورې په څېر د طالبانو په څېر هیڅ ډله نشته چې هره ورځ په ځانمرګو بریدونو سره ډله ډله هېوادوال ووژني. دا به له امکانه لېرې نه وي، چې د اوسني وضعیت دوام به د داعش خراسان ډله په یوه هماغسې ویجاړوونکي ظرفیت بدله کړي. دغه راز د جګړې نشتوالی د دې لامل شوی چې طالبان ځانونه د میدان د اتلانو په توګه معرفي کړي. په ځلونو اورېدل شوي چې طالبانو او ملاتړو یې په هېواد کې په بشپړه توګه د جګړې د پای ته رسېدو ادعا کړې ده.
یوناما د طالبانو لخوا د پخوانی حکومت د نظامیانو له ګواښلو، نیولو، ربړولو، زنداني کولو او وژلو هم پرده پورته کړې ده. دغه بنسټ ادعا کوي، چې د روان کال زېږدیز د جنورۍ له پیله تر مارچ میاشتې پورې یې د پخوانیو نظامیانو ۳۸ د نیونې، ۱۰ د ربړونې او ۴ د د وژنې قضیې ثبت کړي دي. د دې تر څنګ په تېرو دوو اوونيو کې ۸صبح ورځپاڼې د طالبانو له شکنجه ځایونو له خوشي کېدو څو ورځې وروسته د درېيو پخوانيو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى. ویل کېږي چې دوی د طالبانو په شکنجه ځایونو کې د سختو ربړونو له امله مړه شوي دي. ښايي دا د طالبانو نوی تاکتک وي، یانې په ښکاره توګه پخواني نظامیان په ډزو سره ونه وژني، بلکي دومره یې شکنجه کړي چي خپله روغتیا له لاسه ورکړي او په پای کي له څو ورځو آزادۍ وروسته ساه ورکړي.
پورتنی مورد په ټولنه کې د یوې لویې ناامنۍ په توګه ګڼل کېږي، خو د طالبانو لابيګران يې حساسیت نه درک کوي. په رسنیو کې د دغو وحشتناکو او دردناکو خبرونو په لوستلو سره په سلګونو کسان اغېزمن شوي او ښايي له رواني اړخه زیانمن شوي وي. دا ستونزمنه ده چې درک شي چې د قربانیانو کورنۍ او هغوی ته نږدې کسان څومره ځورېږي او څومره ویرجن دي.
همدا راز د ځان وژنې شمېر هم په بې ساري ډول زیات شوی دی. هره ورځ د هېواد له بېلابېلو سيمو رسنۍ د هېوادوالو په تېره بيا د ځوانانو د ځان وژنې خبرونه خپروي. د ځان وژنې اصلي لاملونه پراخه بې وزلي، د کار نشتوالی، ځپل، ښه راتلونکي ته د هیلې له لاسه ورکول… نور بلل کیږي. له شک پرته د طالبانو امارت د دغو ټولو ناکامیو د رامنځته کولو مسوول دی. طالبان له خپلو ټولو لافو او باټو سره نه یوازې دا چې د خلکو د ستونزو د هوارولو توان نه لري، بلکې د خلکو ژوند یې د پخوا پرتله ډیر تریخ کړی دی. دا ډله په آسانۍ سره د دې ستونزې له څنګه تېرېږي او هېڅ ډول مسوولیت نه احساسوي. په داسې حال کې چې په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې د یوه ځوان د ځان وژنې د خبرونو خپرېدل د هر عامل پر بنسټ چې وي، په لسګونو نور ځوانان اغېزمنوي او د ټولنیزې ناامنۍ لمن لا پسې پراخوي.
په هرات کې ترهرګریزه پېښه هم ډېره خواشینونکې ده. په موټرسايکل سپاره وسله وال په ډېرې اسانۍ سره د جومات د دروازې خولې ته راغلل او پر لمونځ کوونکو يې ډزې وکړې او یو شمېر یې ووژل. خو طالبان دا ډول پیښې جدي نه ګڼي. په داسې حال کې چې داعش یې مسؤولیت پرغاړه اخیستی او تر ټولو مهمه دا چې د برید موخه د ځانګړو انګېزو له مخې ځانګړي کسان وو: هزاره او شیعه وګړي. په دې برخه کې د طالبانو بې غوري ښيي، چې که د ترهګرو ډلو لخوا د هزاره او شیعه خلکو د وژلو هرکلی ونه کړي، نو مخالفت هم ورسره نه کوي. البته د ملي امنیت د پخواني عمومي رییس رحمت الله نبیل د ادعا پر بنسټ هرکلی یې هم کوي. له هغه برید وروسته نبیل ادعا وکړه چې د احمد شاه په نوم د طالبانو د استخباراتو یو جګپوړی غړی د هزاره او شیعه خلکو د وژلو مسوول دی.
ښايي دا ثابته شوي وي چې طالبان د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه وګړو پروا نه لري او د دوی ټولې هڅې د خپل ځان د امنیت پر ټينګښت متمرکزې دي. په کندهار کې پر کابل بانک د داعش برید په پام کې ونیسئ. له دغه برید راهیسې طالبانو خپل ټول پام د دغه ښار پر امنیت متمرکز کړی دی. ویل کیږي چې ان عادي خلک د جمعې لمانځه ته د تګ پرمهال یا له ګڼې ګوڼې ځایونو کې تلاشي کیږي. له همدې پېښې وروسته یې د خپلو جنګیالیو د معاشونو د ورکړې لپاره نوي ترتیبات نیولي څو بانکونو ته ولاړ نه شي او بیا د داعش له بریدونو سره مخ نه شي. خو د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو د نیولو په تړاو د هزاره او شیعه وګړو غږ چې د داعش د بریدونو اصلي قربانیان دي، نااورېدلی پاتې دی.