۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځایي سرچینې ددې ولایت پر پریان ولسوالۍ د طالبانو د برید او له مقاومت جبهې ځواکونو سره د دوی د نښتې خبر ورکوي.
معتبرې سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې د یکشنبې سهار له اوو بجو پيل او تراوسه ځاي ځاي روانې دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو په دغو نښتو کې د سیمې اوسېدونکي وهلي ټکولي او د خلکو کورونو ته یې اور اچولی دی.
تراوسه ددغو نښتو د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو او مقاومت جبهې په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو د پنجشیر په پریان کې له مقاومت جبهې ځواکونو سره په نښتو کې د کورونو ته اور اچولی او د سیمې خلک یې نیولي، شکنجه او په ډزو سره وژلي دي.
د رپوټونو له مخې یوازې په تېره یوه اونۍ کې په پنجشیر کې طالبانو لږ ترلږه شپاړس ملکي کسان وژلي دي.