۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو یوې فعالې نسیمه سادات د نیولو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې نسیمه سادات د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راپدېخوا د طالبانو د تخار په زندان کې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نسیمه سادات له کلونو راهيسې د تخار ولايت کليوالي ښځو او نجونو ته په پټ ډول د «کور په کور» تاوتريخوالي، اجباري او کم عمره ودونو د مخنيوي په هکله عامه پوهای کوي.
سرچینې په ډاګه کوي، طالبانو د ښځو حقونو دا فعاله یوې داسې کورنۍ ته د پوهاوي پرمهال چې غوښتل یې خپله ۱۰ کلنه لور د سیمې یو قومي مشر ته نکاح کړي، د تخار د بهارک ولسوالۍ د «ګلمیش» په کلي کې نیولې او د دغې ډلې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست ته یې لېږدولې ده.
سرچینې زیاتوي، طالب جنګیالیو یو شمېر هغه ښځې هم چې د نسیمه سادات د خوشې کېدو په موخه یې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست ته مراجعه کړې وه، سختې وهليټکولي دي.
نسیمه سادات د پنځو ماشومانو مور ده.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په وار وار د ښځو حقونو فعالان نيولي، بنديان او شکنجه کړي دي.
ورته مهال، طالبانو د بشري حقونو کوم سازمان ته د خپلو کړنو په اړه ځواب نه دی ویلی.