۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د وزیرانو شورا ناسته وشوه. د طالبانو د سرپرست حکومت رییسالوزرا د استخباراتي مسوولانو ته امر کړی، ترڅو د اللهګل مجاهد د وهلو ډبولو قضیه وارزوي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخوندزاده د سهشنبې پر ورځ د لړم پر اتلسمه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ته امر کړی، چې د اللهګل مجاهد د نیولو او د هغه د وهلو ډبولو قضیه دې په دقیقه توګه وارزوي او عاملان دې مجازات کړي.
له دې وړاندې د ولسي جرګې پخواني غړي اللهګل مجاهد ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده. په ویډیو کې ښکاري، چې اللهګل مجاهد د طالب ځواکونو له لوري وهل کېږي او سپکې سپورې ورته ورته وايي.