۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د وزیرانو شورا ناسته وشوه. د طالبانو د سرپرست حکومت رییسالوزرا په دې ناسته کې وویل، د صرافانو او سوداګرو ځاني امنیت دې ټينګ او د ځنګلونو د وهلو مخنیوی دې وشي.
د طالبانو د چارسمبالي حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخوندزاده دا امر د سهشنبې پر ورځ د لړم پر اتلسمه د وزیرانو شورا ناسته کې ورکړ.
نوموړي کابل امنیې قوماندانۍ ته امر کړی، چې د صرافانو او سوداګرو امنیت دې ټينګ کړي.
هغه ټينګار کړی، چې په جدي توګه دې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي او خلکو ته دې د سون توکو بیې راټيټه شي.
دې ناسته کې د زراعت، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت ته دنده ورکړل شوه، چې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او د سون توکو د بیې د کمښت په موخه دې وزیرانو شورا ته یوه طرحه وړاندې کړي.
د طالبانو چارسمبالي حکومت رییسالوزرا ټولو ادارو ته ویلي، چې له ملي سوداګرو او پانګوالو سره دې د ستونزو د حل په موخه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «د سوداګریزو پروژو ځنډول جرم دی.»
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي، چې نامالومه کسان په ناقانونه توګه کونړ او نورستان کې پر برېښنايي ارو ځنګلونه وهي او له هېواده بهر یې صادروي.