۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي وزارت سهشنبه د غويي پر ۴مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې بیجینګ د واخان په موضوع کې د «دوه اړخیزې همکارۍ په څرنګوالي او امکاناتو باندې غور کوي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې د دواړو لوریو پر «سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو» خبرې اترې کړې دي.
متقي زیاته کړې چې چین ته د صادراتو لوړېدل، په مس عینک او واخان دهلیز کې پانګونه بیا له چین سره د طالبانو د اقتصادي پالیسۍ څرګندې بېلګې دي.
له دې وړاندې چینايي رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي دا هېواد د طالبانو هغه موخه پوره نه شي کړای چې غواړي افغانستان د واخان بندر له لارې د چین له اقتصاد سره ونښلوي؛ ځکه بیجینګ دا پروژه له اقتصادي پلوه «مشکوکه ګڼي» او په دې برخه کې له احتیاطه کار اخلي.
طالبانو ویلي چې د چین تر پولې د بدخشان د واخان سړک رغونه پای ته رسېدلې او افغانستان رسماً د دغې لارې په مرسته له چین سره نښلي.
دا پروژه شاوخوا ۳۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او د پخواني حکومت له خوا د چیناني پانګو د جلبولو په موخه پېل شوې وه.
دا سړک د بدخشان واخان د چین له سینکیانګ سره نښلوي.