۸صبح، کابل: د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په درېیو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځينو سیمو کې د نسبتاً تېزو بارانونو، واورې، سېلابونو پېښېدو او د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو کچې له لوړېدو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي وزارت سهشنبه د غويي پر ۴مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې میاشتې له ۵مې تر ۷مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو سیمو کې د اوبو کچې لوړوالي او سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.
د خبرپاڼې په حواله، د دغو ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل د «پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل» سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په یادو شویو ورځو کې د بارانونو او واورې د ویلې کېدلو له کبله د سېلابونو راوتلو اټکل د کوکچې، تالفان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، غور، هرات، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کابل، میدان وردګ، کونړ او لغمان سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځينو سېلبرونو کې دی.
نوموړي وزارت له هغو کسانو چې د یادو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، غوښتنه کړې چې د سېلاب راوتلو پر مهال د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګراتګه ډډه وکړي او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي، خبر کړي؛ څو په خبره یې، له مالي او انساني زیانونو مخنیوی وشي.
په دې وروستیو ورځو کې طبیعي پېښو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
بیګاه شپه په فراه او لوګر کې د دوو طبیعي پېښو په پاېله کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.