۸صبح، کابل: د طالبانو ډلې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې یې د افغانستان له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.
دغه وزارت دوشنبه د کب میاشتې پر لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان له ګمرکونو څخه د ۱۰۰ میلیارده افغانیو د عوایدو راټولول بېساری کار دی.
د طالبانو د مالیې وزارت وايي، دا اندازه عواید له ګمرکونو په داسې حال کې راټول شوي چې د خوراکي توکو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۶۸ سلنه کمه شوې ده.
طالبان سږ کال د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي ادعا کوي او د راپورونو پر بنسټ دغې ډلې د زیاتو پیسو د راټولولو په موخه د سوداګریزو توکو پر وارداتو او صادراتو بې حده مالیه لګولې ده.