طالبان د پروان رسنيو ته: خپل ټول مطالب د باختر اژانس له کتنې وروسته خپاره کړئ

۸صبح، پروان: طالبانو د پروان ولایت سیمهییزو رسنیو ته امر کړی، چې د خپلو خپرونو منځپانګه د باختراژانس تر څارنې لاندې خپره کړی.
دغه امر دوشنبه د کب میاشتې پر لومړۍ نېټه د پروان ولایت د طالبانو د مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري له خوا «د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږی» په غونډه کې صادر شوی، چې د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مکتوب پر بنسټ ورکړل شوی.
باختر خبري اژانس اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي.
پروان ولایت کې د تېر حکومت تر نسکورېدو مخکې ۱۵ خصوصي او دولتي رسنۍ فعالې وې؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ډېرو دغو رسنیو فعالیت د اقتصادي ستونزو او د محدودیتونو د لګولو له امله درېدلی دی.