۸صبح، کابل: په کابل ښار کې سرچینې وايي چې یو طالب جنګیالي د دغه ښار یو اوسېدونکی د موټر غلا په نیت وژلی دی.
سرچینې شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، دا طالب جنګیالی نوراغا نومېږي چې د ۲۱مې امنیتي حوزې د «څرخي پله» په سیمه کې دنده لري، یو موټرچلونکی یې په ډزو وژلی دی.
دا پېښه جمعه د غبرګولي پر ۲۴مه هغه مهال رامنځته شوې چې طالب جنګیالي د شمس په نوم له موټرچلونکي څخه غوښتي هغه له څرخيپله څخه د «کابل بادام باغ» ته ویسي او په همدې پلمه یې هغه موټر کې دننه په ډزو ویشتی څو موټر یې وتښتوي.
طالب جنګیالي د شمس پر سر د کلاشنکوف ډزې کړي او د هغه ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
طالبانو خپل دا غړی نیولی او هغه هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.