۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د ادعا په غبرګون کې ویلي، طالبان د وسلو د قاچاق پر وړاندې جدي دي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي، چې یو میل وسله قاچاق یا وپلوري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د پنجشنبې پر ورځ د لړم پر شلمه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې طالبان د نوې اردو د جوړېدو په حال کې دي او نورو ډېرو وسلو ته اړتیا لري.
نوموړي د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هغه راپور رد کړ او دا یې پروپاګند وباله، چې ګواکې پاکستان له افغانستانه وسلې اخلي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت د وسلو د قاچاق پر وړاندې خورا جدي ده او هېچاته به هم اجازه ورنه کړي، چې یو میل وسله هم چېري قاچاق یا یې پر چا وپلوري.