۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا پیلېدل یو مثبت ګام بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ (کب ۲۰مه) په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا پیلول په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو اقدام دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د تهران او ریاض ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو او همکارۍ په پراختیا کې مرسته کوي.
بلخي دغه راز له چین څخه مننه کړې چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ یې د خبرو کوربه توب کړی.
د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې په ۱۳۹۴ کال کې په تهران کې د ریاض پر سفارت او مشهد کې د هغوی پر کونسلګرۍ تر برید وروسته پرې شوې. دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې دي.