• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هبت الله اخوندزاده؛ د ځانمرګو بریدګرو له مفتي توب نه د طالبانو تر مشرۍ پورې

امین کاوه

امین کاوه امین کاوه
۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678521990]
AP

AP

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د رسنیزې ټولنې او هېوادوالو ترمنځ د مرموزې څېرې په توګه پېژندل کېږي. د افغانستان خلکو په تېر یو نیم کال ونه شوای کړای ومني چې د ښځو د له منځه وړونکو منتقدانو، اعتراض کوونکو او د سیاسي او فرهنګي نظر ورکوونکو چې هره ورځ تر ظلم لاندې وي، کومه څېره پټه ده. په دې موده کې طالبانو له خپل پټ شوي او غایب مشر نه هېڅ ډول سند وړاندې نه کړ څو د ټولنې ټولنو پرګڼو او ډېری هېوادوالو لپاره د منلو وړ وي. د طالبانو پټ شویمشر واک ته د دغې ډلې له بیا راتګ وروسته، تل خلکو ته شا اړوي او بیا خبرې کوي. نوموړي حتی د دغې ډلې د عالمانو په شورا کې چې په دې موده کې د طالبانو لویه ناسته بلل کېږي او د طالبانو له خولې، عالمان ځانګړی ځای لري، هم خپله څېره ښکاره نه کړه او په رسنیو کې هم چې کوم انځور له دغې ناستې نه خپور شو، ښکاروي چې هغه ګډونوالو ته شا کړې ده. اخوندزاده د ملا اختر منصور تر مړینې مخکې، د طالبانو دوهم مشر چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له لوري د ایران او پاکستان د پولې ترمنځ ووژل شو، پېژندل شوې او مطرح څېره نه وه. په نړۍ کې دا معمول ده چې د مافیايي ډلو مشران، مسلکي غله او مجرمین د نیول کېدو، پلټنو او پېژندل کېدو له امله خپلې څېرې پټوي. د مخ پټولو دغه راز د ترهګرو په ډلو کې هم دود دی. خو د طالبانو د ډېری مشرانو څېرې رسنیزې شوې او د افغانستان خلکو د دغې ډلې د رامنځته کېدو نه تر دا مهاله د طالبانو د ډېری کلیدي کسانو غږ او انځور اورېدلی او لیدلی دی. خو د ملاهبت الله اخوندزاده له تېر او اوس نه یوازې په ۲۰۱۶م کال کې یو انځور خپور شوی دی. په دې انځور کې د طالبانو مشر له سپینې لونګۍ او اوږدې ږیرې سره د دوربین مخې ته لیدل کېږي او بله هېڅ انځوریزه وینا له نوموړي نه نده خپره شوې چې د هغه پر اصلي څېرې دلالت وکړي. د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت یو شمېر لوړپوړي چارواکي په دې اند دي چې د طالبانو اوسنی مشر بهرنی وجود نه لري او د اخوندزاده د خیالي څېرې تر شا استخباراتي کړۍ شتون لري. د هېواد د سیاسي ټولنې یوه برخه هم په دې باور لري چې ملا هبت الله اخوندازه فزیکي وجود نه لري او که بهرنی یا خارجي وجود یې درلودلای، تر اوسه یې ځان ښکاره کاوه. د هغوی استدلال دا دی چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د ځانمرګو بریدګرو په خلیفه مشهور دی، سره له دې چې د امریکا د فدرال پولیسو له لوري د نوموړي د ژوند کولو د ځای موندلو لپاره ۱۰ میلیون ډالري جایزه ټاکلې ده، خپله څېره یې ښکاره کړې ده. د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې وینه بهوونکي عملیاتونه او بریدونه ترسره کړي دي چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل او ټپیان شوي دي. خو د طالبانو پټ شوی مشر، په دا شان لړلیک یا فهرست کې او د هېڅ هېواد او سازمان تر پلټنې لاندې نه دی. له بل پلوه نوموړی د داسې ډلې د مشرتوب مسوولیت پرغاړه لري چې دا مهال پر افغانستان واکمنه ده او خلک حق لري پوه شي چې د دغو ټولو فرمانونو او د محدودیتونو لګولو تر شا کومه څېره پټه ده.

په دې لیکنه کې هڅه شوې د یو شمېر سرچینو خبرې چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده، په اړه یې کړې دي له هغوی سره خبرې اترې کړي هم ځای پر ځای شي. یوه باخبره سرچینه له لیکوال سره په خبرو کې مني چې د طالبانو اوسنی مشر واک ته له بیا ځلې راتګ مخکې د ځانمرګو عملیاتو د فتواګانو د صادرولو مسوولیت هم پرغاړه درلود. د دغو سرچینو په وینا، نوموړی د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز د کویټې ښار سره نېږدې د «کوچالک» په سیمه کې په «مسجد الحج» کې د اسلامي زده کړو په روزنه بوخت و. رویترز هم په یوه راپور کې دې موضوع ته اشاره کړې ده. د طالبانو مشر په دې جومات کې، د دیني مسایلو د ښوونې او روزنې ترڅنګ، د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو په اړه هم دیني فتواګانې ورکولې. نوموړي هغو کسانو ته به چې د ځانمرګي لپاره چمتو کېدل، دعا ورکوله او ملا به یې ورتړله. یوه باخبره سرچینه دا مني هغه کسان چې د «ځان وژنې» بریدونو ترسره کولو ته چمتو کېدل، مخکې تر دې چې افغانستان ته د ځانمرګي برید لپاره ولېږل شي، هبت الله اخوندزاده په یاد جومات کې له هغوی سره په خبرو کې ځانمرګي بریدونه د « قران او احادیثو» پر بنسټ بلل او ویل به یې : «لاړ شئ خدای له تاسو سره دی او جنت تاسو ته انتظار کوي.» سرچینه چې د پاکستان د بلوچستان له وضعیت سره ښه بلدتیا لري، وايي : «د ځانمرګو بریدونو هڅونې دغه سړی [ هبت الله اخوندزاده] و او د ځانمرګو بریدونو د جبهې مشري او مسوولیت یې پرغاړه درلود.» له پاکستان نه یوه بله سرچینه وايي: «دغه کس [هبت الله اخوندزاده] څو کلونه یې دا دنده درلوده چې هغه هلکان به چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کېدل، افغانستان ته له تګ مخکې، اخوندزاده ته ورتلل، نوموړي به هغوی ته قران شریف تلاوت کاوه حدیثونه به یې ورته ویلې او د اسلام تاریخ به یې ورته تشریح کاوه.»

سرچینې لیکوال ته مني چې لوېدیځ او پاکستان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ژوند کولو او د فتواګانو د صادرولو له ځای نه خبر وو. خو هېڅکله یې د هغه پټنځای افشا نه کړ. دغه سرچینې په دې باور دي چې د طالبانو د ډلې له مشرۍ نه د ملاهبت الله اخوندزاده د لیرې کېدو وخت رارسېدلی دی؛ ځکه باور لري چې ورځ تر بلې د نوموړي واقعي څېره افشا او رسوا کېږي او هغه استخباراتي ډلو چې نوموړی یې تر دې ځای پورې رسولی دی، د هغو رازونو د افشا کېدو اندېښنه لري چې د طالبانو له مشر سره یې درلودل. د سرچینو په اند، د اخوندزاده د څېرې مرموزتوب او دا چې حاضر نه دی د دوربین مخې ته راشي یا هغو کسانو ته چې له نوموړي سره لیدنه کوي، خپل مخ ورښکاره کړي، هم د استخباراتي کړیو سیاستونو پورې مستقیمه اړیکه لري. د یوې سرچینې په وینا: «که د طالبانو د مشر څېره رسوا شي، د پاکستان لپاره له خطر ډکه وي؛ ځکه د ځانمرګي اصلي متخصص دی او نور څه نه ورته پاتې کېږي.»

په مشروع نظامونو کې چې ولسي اقتدار لري، د زعیم پېژندل کېدل د یاد نظام له اساسي لومړیتوبونو دي؛ ځکه خلک باید هغه څوک چې فرمان او د ښو او بدو لارښوونه ورته کوي، وپېژني او پوه شي چې په حکومتولۍ کې له کومو اوصافو او ځانګړتیاو برخمن دی. خو طالبان د مشروعیت په لاسته راوړلو او د واک په وېش باور نه لري او د هغوی له نظره خلک اړ دي چې د دغې ډلې فرمانونه په پام کې ونیسي او حاکم ته د مشروعیت د ورکولو لپاره هېڅ حقوقي ځای او په واک کې قانوني برخه نه لري. د توتالیتر او ځانته نظام چې له خلکو او د ټولنې له نني واقعیتونو سره هېڅ راز اړیکه نه لري او له همدې امله د خلکو رضایت او اندېښنه هم ورته ارزښت نه لري.

د بشر په تاریخ کې په تېره د سیمې تاریخ کې، بې شمېره مرموزې څېرې راغلې او تللې دي چې چا یې څېره نه ده لیدلې یا هم فزیکي واقعیت یې نه درلود. یو شمېر نورو تاریخي او مذهبي څېرو چې فزیکي وجود یې هم درلود، حتی حاضر نه و چې عادي خلک یې د خپل وجود د خاورو سپارلو د ځای په اړه هم خبر شي. دغې ډلې حتی د خپل ژوند پر مهال هم له یو شمېر محدودو او د ګوتو په شمېر خلکو سره اړیکې درلودې او د ټولو له منلو نه یې ډډه کوله. مذهبي او تاریخي نامتو څېره حسن صباح، یو له هغو کسانو نه ده چې د ورځې له مخې به یې په قلعه الموت، کې خپل لارویان نه لیدل او یوازې د ماښام په لمانځه کې به یې له خلکو سره خبرې کولې. نوموړي ویلي دي: «څوک باید پوه نه شي چې زما جسد چېرې خاورو ته سپارل شوی دی، ځکه که زما د خاورو سپارلو له ځای نه خبر شي، د دې لپاره چې ډېر دښمنان لرم کېدای شي زما قبر لوڅ کړي او جسد مې له قبر نه راوباسي او ویې سوځوي یا یې هم چېرې لیرې واچوي.» کله چې حسن مصباح مړ شو، بزرګ امید د هغه ځایناستي، یوازې څو نېږدې او د راز ملګري د حسن صباح له مړینې نه خبر کړل او ویلي یې دي: « ټولو ته ووایئ چې امام استراحت کړی او مخ په ښه والي دی.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.