د کابل ښار ځيني اوسېدونکي له وسلهوالو غلاوو شکایت لري او وايي، ځيني کسان د طالب له نومه په ګټې اخیستنې د خلکو کورونه لوټوي. هغوي وايي، څو وارې د طالبانو امنیتي مسوولانو ته ورغلي او ستونزه یې ورسره شریکه کړې، خو کوم اقدام شوی نه دی او د غلا قضیې ارزول شوې نه دي. ورته مهال طالبان مني، چې د کابل ښار ځينو سیمو کې د وسلهوالو غلاوو راپور ورکړل شوی او ځينې کسان د هغوي له نومه په ناوړه ګټې اخیستنې سره پر غلا لاس پورې کړی. د طالبانو د امنیتي مسوولانو په خبره، ځواکونه یې هڅه کوي دا کسان ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
پر کابل د طالبانو له واکمنۍ له دوو میاشتو زیات وخت تیر شوی دی. په دې موده کې د ښار اوسېدونکي د طالبانو په نوم د ډېرو وسلهوالو غلاوو شاهدان وو. که څه هم طالبان مني، چې ځينې کسان یې له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي، خو بیا یې هم تراوسه د مخنیوي په تړاو کوم اقدام کړی نه دی. دوه ورځې مخکې یو کور د کابل په احمدشاه بابا مېنه او بل په کمپنۍ سیمه کې د وسلهوالو غلو ښکار شول او د کور ټول شته یې له ځان سره یوړل. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د یاد خبر په تایید سره یې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د سهشنبې پر ورځ د تلې پر اووهویشتمه د سهار پر ۹:۰۰ بجو پنځه وسلوال چې ځانونه یې د طالبانو ځواکونه معرفي کول د یوه ملګري کور ته يې ننوتي دي.
د نوموړي په خبره، دغو کسانو د کور مالک ته ویلي، داسې راپور ورکړل شوی، چې له داعش ډلې سره اړیکه لرې، له دې امله یې باید کور تالاشي کړي. د سرچینې په خبره، وسلهوالو کسانو د کور مالک او زوی یې وهلي ډبولي، لاسونه او پښې یې ورتړلي او وروسته یې د کور ټولې خونې لټولې دي. نوموړي زیاته کړه، چې وسلهوالو غلو د کورنۍ د غړو مبایلونه، یو شمېر نقدې پیسې او سره زر له ځان سره وړي دي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې له پېښې لږه موده وروسته یې د کمپنۍ امنیتي حوزه او د پغمان ولسوالۍ خبره کړې، خو تراوسه یې قضیې کوم پرمختګ کړی نه دی. نوموړي زیاته کړه، د امنیتي ادارو مسوولانو وویل، چې ځینې کسان د طالب له نومه ناوړه ګټه اخلي او پر وسلهوالې غلا لاس پورې کوي. یادې ادارې ټينګار کړی، د دغو کسانو په ګوته کولو او نیولو په لټه کې دي. همداراز یادې سرچینې د پغمان ولسوالۍ او کمپنۍ سیمه کې د وسلهوالو غلاوو له زیاتېدو شکایت وکړ. د نوموړي په خبره، تېره یوه اوونۍ کې ځينو کسانو له څو کورونو او هټيو غلا کړې ده.
ورته مهال یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، درې ورځې وړاندې، څلورو وسلهوالو چې ځانونه یې د طالبانو ځواکونه ښوول، کور یې ورته لوټ کړی دی. د نوموړي په خبره، دغو کسانو تور لګاوه، چې ګواکې د نوموړي کورنۍ له داعش سره لاس لري او له اجازې پرته یې کور ته ننوتي دي. نوموړي زیاته کړه، کله چې یې ورور له هغوي د حکم او د هویت کارت پوښتنه وکړه، هغه یې وهلی ډبولی او وسلهوالو کسانو د کورنۍ له ښځينو غوښتي، چې وسلې او مهمات تسلیم کړي. یادې سرچینې زیاته کړه، کله چې د کورنۍ غړو ورته وویل، له داعش سره هېڅ اړیکه نه لرو او هېڅ وسله ورسره نه شته، په زوره یې خپله د کور پر تالاشۍ پیل وکړ.
نوموړي وویل، دغو وسلهوالو غلو ټول کور لټ په لټ کړ او د بکسونو قلفونه یې مات کړل. د سرچینې په خبره، کله چې غلو وسلې او مهمات پېدا نه کړل، یو شمېر نقدې پیسې او د کورنۍ د غړو ګاڼې یې له ځان سره یوړې. نوموړی نیوکه لري، چې غله په رڼا ورځ د طالبانو په نوم غلا کوي. هغه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دا ډول غلاوو مخنیوی وکړي او هغه کسان چې د طالبانو له نومه ناوړه ګټه اخلي، ونیسي.
همداراز د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي ادعا کوي، چې تېره ورځ دوو رنجرو کې سپرو وسلهوالو پر یو کور برید کړی او ویلي دي، چې له داعش سره تړلو کسانو په لټه دي. د دغو ادعاوو له مخې، دغو کسانو د سیمې اوسېدونکو ته اجازه نه ده ورکړې، چې له امنیتي حوزې سره اړیکه ونیسي. د هغوي په خبره، دغو کسانو له یاد کور څخه پنځه زره امریکايي ډالره او یو شمېر ګاڼو په غلاکولو سره له سیمې پښې سپکې کړې دي.
طالبان مني، چې د کابل په ځينو سیمو کې وسلهوالې غلاوې شوې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، ځواکونه یې هڅه کوي د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي. خوستي ویلي، د وسلهوالو غلاوو راپورونه یې ترلاسه کړي او طالب ځواکونه د دغو کسانو د پېژندلو او نیولو هڅه کوي.
کابل ښار کې شاوخوا شپږ میلیونه کسان ژوند کوي او ډېری وخت دغه ښار د وسلهوالو غلاوو او جنايي جرمونو شاهد وي. پخواني حکومت کې د غني لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه ډول پېښو د مخنیوي په موخه د امنیتي ځواکونو مشري کوله او د امنیتي میثاق طرحه یې پلي کړه. په هغې طرح کې خلک خپله د امنیت ټينګښت کې شریک وه، چې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو د کمېدو کې اغېزمنه ثابته شوې وه. اوس به ولیدل شي، چې طالبان به وتوانېږي د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو کچه راښکته کړي که نه.