په تېر یو نیم کال کې دا خبره په پراخه کچه تبلیغ شوې ده، چې جګړه پای ته رسېدلې او په هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. خلک هم کله کله پر لارو د ارامۍ او د وسلو د ډزو د غږ د چوپتیا خبره کوي. یوټیوبران د هېواد لېرې پرتو سیمو او ځایونو ته ځي او یو شمېر د ګرځېدو مینه وال او سیلانیان هم ولایتونو ته د خپلو سفرونو عکسونه خپروي؛ خو په ظاهره د هېواد د دې ارام او سوله ییز انځور تر څنګ د هېواد یوه بله څېره هم شته چې د ګډوډۍ او ناامنۍ ښودنه کوي. طالبانو د تبعیضي سیاستونو په پلي کولو سره ټول غیر طالب پاړکي په فزیکي او رواني ناامنۍ کې اچولي دي. هغوی غیر طالب تحصيل کړي کسان، ښاري اوسېدونکي او هغه کسان چې د اسلامي جمهوریت په نظام کې یې کار او ژوند کړی منزوي کړي او په بالقوه توګه یې د تعقیب وړ معرفي کړي دي، داسې چې د هېواد د اوسېدونکو یوه لویه ډله په دې وېره کې ژوند کوي چې یوه ورځ به شکنجه او یا ووژل شي. تبعیض او محرومیت د ټولنې د یوې لویې برخې په ځانګړې توګه د ښځو د تدریجي مرګ د احساس لامل شوی دی. په ملیونونو خلک له رواني ناامنۍ سره مخ شوي، ځینو هېواد پرېښی ، ځینو انزوا خپله کړې ده او نورو محافظه کارۍ او چوپتیا ته پناه وړې ده.
په دې موده کې طالبانو په ټول هېواد کې زرګونه کسان شکنجه او وژلي دي. د هغو شکنجه شویو او په وهلو، وهلو تور اړول شویو کسانو د جسدونو عکس او ویډیو چې د طالبانو له خوا له خپلو کورونو نه نیول شوي او څو ورځې وروسته یې کورنیو ته جسدونه سپارل شوي، څو څو ځلې خپاره شوي چې نور دومره حساسیت نه پیدا کوي. په دې لړ کې پرون په هرات کې د یوه پخواني پوځي میرویس نورزي د وژل کېدو خبر خپور شو. ویل کېږي چې ښاغلی نورزی له دې څلور ورځې وړاندې چې شکنجه شوی جسد یې کورنۍ ته وسپارل شي، طالبانو نیولی و. په دې حالت کې کورنۍ خپل خپلوان په اوښکو، ویر او ساندو سره له دې پرته چې د شکایت لپاره مرجع ولري، خاورو ته سپاري. په دې یو نیم کال کې په زرګونو کسان چې په دې ډول وژل شوي دي، له دې امله چې مقاومت ونه کړي، په چوپتیا سره نیول شوي او د خلکو له سترګو لېرې شکنجه شوي او یا وژل شوي دي، له دې پرته چې ژوندي خلک یې چیغې واوري او یا یې د مرمۍ او وهلو ټکولو غږ واوري. نو پر دې بنسټ، د زرګونه دغو کسانو او د هغوی د کورنۍ ناامني د ټولنې پر ظاهر واکمنې استبدادي چوپتیا کې له پامه غورځول کېږي. د دغو هېوادوالو ډېر شمېر د نا معلومو جسدونو تر نامه لاندې په نا معلومو قبرونو کې ښخېږي. طالبان دا وژنې نه پټوي او د خلکو د ډارولو لپاره ترې کار اخلي. تېره میاشت د کابل ښاروالۍ شمېرې ورکړې، چې په درېیو میاشتو کې یې ۱۴۴ ناپېژانده جسدونه ښخ کړي دي. که د هغو جسدونو شمېر چې کورنیو ته سپارل کېږي او هغو جسدونو شمېر چې ښاروالۍ ته له رسېدو مخکې په نا معلومو قبرونو کې ښخ شوي دي، سره یو ځای کړو، لوی نفوس کېږي. بیا که د ټول هېواد قربانیان حساب کړو، د طالبانو تر شکنجو او ظلمونو لاندې د خلکو تلفات به ښایي هره ورځ لسګونو کسانو ته ورسېږي.
دا پېښې د نړۍوالو بنسټونو له خوا خپرو شويو مفصلو راپورونو کې په سمه توګه نه منعکسېږي. د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په دوېیم راپور کې چې تېره میاشت خپور شو، د قربانیانو څېرې محوه دي او د هغوی چیغې او د وینو رنګ د راپور په متن کې نه لیدل کېږي. هلته د طالبانو د عمومي او ټولیزو ظمونو خبرې شوې دي. البته طالبان د بشري حقونو راپورونو، د خلکو اعتراضونو او د نړۍوالو غبرګونونو ته هېڅ پام نه کوي او له کومې ورځې چې راغلي بشری حقونه یې له شریعت سره په ټکر کې بللي دي او په ښکاره یې پر وړاندې جنګېږي. په سمبولیکو حرکتونو سره د بشري حقونو ارزښتونه او بنسټونه د «امارت» له دایرې بهر غورځوي. په دې لړ کې یې په دې وروستیو کې د بدخشان د بشري حقونو کمېسیون ولایتي دفتر په یوې مدرسې بدل کړی دی. د دغه کمېسیون له نورو دفترونو سره یې هم ښه چلند نه دی کړی. په لومړي سر کې یې د ښځو چارو وزارت، د ښځو او ازادۍ پر وړاندې د مبارزې پر مرکز (امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت) بدل کړ.
د طالبانو امنیت د طالبانو د بدلېدو په څېر یو تبلیغاتي دروغ دي. هغه ډله چې اصلي مهارت یې ډارول، ځورول، شکنجه کول او وژل دي، پر هېواد واکمنه شوې او په دوامداره توګه ترهګري او ناامني رامنځته کوي.