۸صبح، ننګرهار: په تورخم کې د طالبانو کمېشنر حکمت الله وايي چې د پاکستاني چارواکو له لوري دغه دروازه یو ځل بیا د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
دا دروازه یکشنبه د وري پر ۵مه له غرمې مخکې تړل شوې ده.
طالبانو د تورخم دروازې د تړلو لامل د پاکستان «کورنۍ ستونزې» بللې دي.
ورته مهال، سرچینې وايي چې د تورخم دروازه د پاکستاني پولهساتو او د دغه هېواد د فدرال څيړنیز اژانس ترمنځ له نښتې وروسته د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
د دغې نښتې په پایله کې د دغو دوو څانګو يو شمېر کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.
د پاکستان «پولهساتي» او د فدرال څیړنیز اژانس یو بل په خپلو دندو کې پر لاسوهنې تورنوي.
پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي.
له تېرو دوهنيمو کلونو راپدېخوا د تورخم دروازه وختناوخته د بېلابېلو لاملونو له مخې د تګراتګ پر مخ تړل کېږي او له کبله يې دواړو غاړو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.