د تېر کال په څېر سږ کال هم د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ښوونځيو او پوهنتونونو خپلې دروازې د زده کوونکو او زده کړیالانو پر مخ پرانېستلې، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې بیاهم له زده کړو بې برخې پاتې شوې. په تېرو دوو کلونو کې هر ځل چې نوی ښوونیز کال پيلېده، داسې تمه کېده چې طالبان له زده کړو د نجونو د محرومولو په تړاو له سره غور کوي او د طالبانو مشر د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو فرمان صادروي، خو سږ کال د تېرو کلونو خلاف د دې کار لپاره هیڅ هیله نه وه، او ډېرو لږو کسانو دا اټکل کاوه، چې طالبان به د نجونو په زده کړو او تحصیل باندې پر لګول شوي محدودیت له سره فکر وکړي. د طالبانو د څه باندې دوه نیمو کلونو کړنو د وضعیت څارونکي له ترخو حقیقتونو سره اشنا کړي دي. یو له دغو حقیقتونو دا دی چې د تنکیو او ځوانو نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز داسې پریکړه نه ده چې په اسانۍ سره بدله شي، ګواکي طالبانو خپل هويت او مشروعيت د ښځو په ځپلو پورې تړلی دی او که په دې برخه کې لږ زغم وښيي نو د خپلو دوديزو او کليوالو پلویانو په منځ کې به خپل مشروعيت او حيثيت له لاسه ورکړي.
طالبان په ټولیزه توګه له سواد او پوهې او په ځانګړې توګه د ښځو له علم او پوهې وېره لري او له همدې امله یې تر خپله وسه هڅه کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې وتړي، څو هغوی داسې وروزي چې د نر واکې ټولنې اطاعت کوونکې او د ارزښتونو پالونکې وي. طالبان خپل ځواک د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو په ناپوهۍ پورې تړلی بولي. دا کار بې څه نه دی، چې د دې ډلې په ښوونیز نظام که په عصري ښوونځیو کې دی او که په دیني مدرسو کې، هڅه کوي داسې فضا رامنځته کړي چې د زده کوونکو (چې اوس یوازې هلکان پکې شامل دي) په منځ کې د پوښتنې کولو انګېزه له منځه یوسي او د هغوی شخصیت او افکارو ته داسې بڼه ورکړي چې د حاکم نظام په خدمت کې وي.
په دې کې شک نشته چې طالبان د ښځو او نجونو پر ضد دي او د هغوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی په بېلابېلو ډولونو ځپي او غواړي چې د ټولنيز ژوند له ټولو صحنو یې لېرې کړي. دا مهمه نه ده، چې دوی دا کار د مذهبي متنونو په استناد کوي که په قبیلوي کلتور او دودونو په اتکار سره. له دې سره سره باید هېره نه کړو چې که د ښځو د کیسې یوه برخه د طالبانو د رژیم له خوا پر هغوی باندې شوي ظلمونه بیانوي، خو د دې کیسې مهمه برخه په خورا بدو حالاتو کې هغو شرایطو ته د غاړې نه اېښودو لپاره د افغان مېرمنو نه ستړي کیدونکي هلې ځلې دي چې طالبانو پرې تحمیل کړي دي. د واکمن رژیم له خوا له رامنځته شوې فضا سره د مقابلې لپاره د ښځو د هڅو ډیرې کیسې شته، چې باید ورته اهمیت ورکړل شي. تر ټولو اسان کار دا دی چې د ښځو په حق کې د طالبانو پر ظلمونو خبرې وکړو، خو پر بدګڼو او ناوړه کارونو تمرکز باید د دې لامل نه شي چې د ښځو زړورتیا او استقامت له یاده وباسو.
سره له دې چې افغان مېرمنې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي، خو ګڼې یې په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوختې دي. په ځمکتلو کې له ښوونځيو نیولې تر انلاین زده کړو او سوداګرۍ پورې. د ناهیلي کېدو لپاره خورا ډېر دلیلونه شته، خو افغان مېرمنو په عمل کې ثابته کړې ده، چې په خورا بد حالت کې هم خپلې موخې تعقیبولای شي او نه تسلیمیږي. طالبان غواړي چې ۱۹۹۰ لسیزې حالت راستون کړي او ښځې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې کړي، خو نه پوهېږي چې اوس له هغه وخته نږدې څلور لسیزې تېرېږي او وخت شاته نه شي ستنېدلای. لږ تر لږه په ټولنه کې د خلکو یوه لویه برخه د عصري ژوند له اسانتیاوو برخمنه ده او سترګې یې د پخوا په پرتله ډیرې خلاصې دي او ګرانه ده، چې د طالبانو پرلپسې غوښتنو ته په بشپړ ډول غاړه کیږدي، په ځانګړې توګه ښځې پر دې پوه شوي چې د طالبانو د دین او ژوند روایت د نن ورځې د خلکو لپاره مناسب نه دی او دا یو زوړ او منسوخ شوی روایت دی چې په زور دې پر خلکو واکمني وکړي.
طالبانو په دقیق پلان سره وکولای شول چې د یو نیم کال په موده کې په افغانستان کې د ښځو خوځښتونه وځپي او تقریباً له کاره یې واچوي. د طالبانو د بېرته راتګ په لومړیو میاشتو کې نارینه د طالبانو د قمچینو او زندان له وېرې یا له هېواده د تېښتې په حال کې وو او یا په غارونو کې پټېدل، خو په همدې وخت کې ګڼو ښځو په صحنه کې حضور درلود او مظاهرې یې کولې او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول او د وسله والو طالبانو پر وړاندې درېدلې او د طالبانو د روایت یې تر پوښتنې لاندې راوست. که له حقه تېر نه شو، باید دا ومنو چې طالبان په تدریجي ډول وتوانېدل چې دا ښځې یا له هېواده تېښتې ته اړې کړي او یا یې په کور کینوي. البته، دا کار په اسانۍ سره ونه شو، بلکې طالبانو د دې کار د بریالیتوب لپاره له هر ډول وسیلو کار واخیست. په وحشتناک ډول د ښځو له شکنجه کولو نیولې ان پر هغوی تر جنسي تیري پورې. د طالبانو کارنامه دا حقیقت بیانوي چې دا ډله د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ ډول وسیلو له کارولو ډډه نه کوي. دې ډلې د اوږدو کلونو لپاره په هېواد کې د جمهوري نظام د نسکورولو لپاره د پراخو وژنو له ترسره کولو چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي وو، ډډه نه ده کړی.
د ښځو د خوځښتونو د ځپلو په برخه کې د طالبانو له بریاوو سره سره، دا باید له پامه ونه غورځول شي چې د ښځو مسأله لا هم یوه له هغو مسایلو ده، چې تل یې طالبان اندېښمن کړي دي. هغوی له یوې خوا د خپلو پلویانو د راضي کولو لپاره اړ دي چې پر ښځو سخت بندیزونه ولګوي، خو له بلې خوا دا کار د ټولنې د ښاري پاړکیو تر منځ د نارضایتۍ د زیاتېدو لامل کېږي او نړیوال سازمانونه او بهرني هېوادونه پرې نیوکې کوي، تر فشار لاندې یې راولي او په پایله کې یې په رسمیت نه پېژني. د طالبانو په مشرانو کې داسې کسان هم شته، چې په خصوصي غونډو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر پرېکړه نيوکه کوي چې ښځې له زده کړو او ځينو نورو اساسي حقونو بې برخې کوي، خو مجبور دي چې خپل اعتراض علني نه کړي او په دې برخه کې د ملا هبت الله امرونه عملي کړي. د طالبانو مشران فکر کوي چې د ملا هبت الله کمزوری کول د ټولو په زیان دي او د طالبانو په لیکو کې د ګډوډۍ او کمزورۍ لامل ګرځي.
د راتلونکي اټکل ستونزمن دی. طالبان ښايي په اوږد مهال کې د نويمې لسيزې وضعيت راستون کړي، خو پر وړاندې يې ستونزمنه لاره په مخکې لري. یوه له هغو مسایلو چې په دې برخه کې د هغوی کار په جدي توګه له ستونزو سره مخ کوي، د طالبانو د سختو قوانینو او مقرراتو پر وړاندې د افغان مېرمنو ښکاره او نا ښکاره مقاومت دی. په اوس وخت کې د هغو ښځو غږ نه اورېدل کېږي چې د طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې ژوند کوي، ځکه فضا دومره وېروونکې ده، چې یوه ښځه چې د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند کوي، په هېڅ ډول د خطر منلو ته چمتو نه ده او په ښکاره توګه د طالبانو له لوري د ښځو د ځورونو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په منګولو کې د اسېرو ښځو د هڅو په تړاو خبرې نه شي کولای. له دې سره سره هغو پېښو ته کتنه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شوې، ځینې واقعیتونه رابرسېره کوي، له دې منځه دا واقعیت چې ګڼې افغان ښځې له خپلو حقونو خبرې دي او نه غواړي، چې په اسانۍ سره له خپلو غوښتنو تېرې شي. افغان ښځې هیلې لري او فکر کوي چې ژر یا وروسته باید دا هیلې رښتیا شي. هغوی ښه پوهیږي چې د هغوی د ژوند مانا د هغوی د لوړو هیلو په تعقیبولو کې نغښتې ده او له دغو هیلو پرته ژوند خپل ارزښت او اهمیت له لاسه ورکوي. د استبدادي رژيم لپاره تر ټولو ستر خطر په يوه ټولنه کې د يوې داسې ډلې موجوديت او فعاليت دی، چې لوړ خیالونه او هیلې لري او غواړي چې د استبدادي واکمنانو د ارادې خلاف دغه هیلې تعقيب کړي.