۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له اسوشیتدپرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د نړۍ له هېوادونو په تېره بیا امریکا سره د ښو اړیکو په لټه کې دي. هغه ټینګار کړی چې امریکا به کرار کرار د افغانستان په وړاندې خپل سیاست بدل کړي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ځانګړې مرکه خپره کړې ده. د مالوماتو له مخې، متقي ټینګار کړی چې د طالبانو چارسمبالی حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له امریکا سره هېڅ ستونزه نه لري.
نوموړي یو ځل بیا د طالبانو پرخلاف د امریکا بندیزونه اغېزمن ونه بلل او دغه هېواده یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي. متقي هیله څرګنده کړې چې د وخت په تېرېدو، امریکا د افغانستان په وړاندې خپل سیاستونه بدل کړي.
هغه په دې مرکه کې په تلویحي توګه خبرداری ورکړی، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو هېواد چې په یوازې پر خپلو پښو ودرېږي، د امریکا په ګټه دی.
متقي امریکا او د دغه هېواد خلکو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو لوی ملت یاست او باید صبر او لوی زړه ولرئ ترڅو جرئت وکړئ د نړیوالو قوانینو پربنسټ د افغانستان په هکله سیاست پر بوځئ او اختلافات پای ته ورسوئ، د ځان ترمنځ واټن لنډ کړئ او له افغانستان سره ښې اړیکې انتخاب کړئ.»
د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې طالبان بدل شوي. هغه استدلال کړی چې د واک په ترلاسه کولو، دوی په اداري او سیاسي برخو کې پرمختګونه کړي دي. نوموړی زیاتوي د هرې ورځې په تېرېدو، طالبان د حکومتولۍ په برخه کې لازیاته تجربه ترلاسه کوي.
هغه په داسې حال کې د طالبانو بدلون ته اشاره کړې چې په اوسني وخت کې د دوی سرپرست حکومت پر رسنیو او وګړو زیات شمېر محدودیتونه لګولي دي.
په اوسني وخت کې، طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې او ښځې یې په حکومت کې برخه نه لري.
له بلې خوا متقي په دغه مرکه کې ادعا کړې چې د طالبانو په نوي حکومت کې، له ۳۴ ولایتونو څخه په لسو کې تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو، ښوونځي او خصوصي پوهنتونونه له کوم خنډ پرته فعالیت کوي او ټولې هغه مېرمنې چې په روغتیايي برخو کې یې کار کاوه بېرته خپلو دندو ته ستنې شوې دي.
هغه اسوشیتد پرس ته ویلي: «دا ددې ښودنه کوي چې موږ اصولاً د ښځو ونډې ته ژمن یوو.»
له بله پلوه، امیرخان متقي په دغه مرکه کې د طالبانو د مخالفینو نیول او وژل رد کړي دي. هغه ویلي، له کوم وخته چې عمومي عفوه اعلان شوې، طالبانو چا ته زیان نه دی رسولی. خو هغه مخکینی دولت په غچ اخیستو تور کړ او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د حکومت له سقوط وروسته، د طالبانو پرخلاف پراخ غچ اخیستوونکي بریدونه ترسره شول.
د ویلو ده چې طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه نېټه مخکیني حکومت ته سقوط ورکړ. له هغه وخت راهیسې ډېری لوېدیځو هېوادونو له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړې او د دوی حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. که څه هم طالبانو هڅه کړې چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي خو تراوسه نه دي بریالي شوي.