د غويي میاشتې اوومه او اتمه زموږ د معاصر تاریخ دوه اغېزناکې ورځې دي، چې ترمنځ يې یوې بلا خوله پرانیسته، چې زموږ هر څه تر ستوني تېر کړي.
د نړیوال سیاست له اړخه، د غويي اوومه د پخواني شوروي د پراختیا د ستراتيژۍ یوه برخه وه او د غويي اتمه د سړې جګړې پر مهال د لوېدیځ بلوک د متقابلې ستراتيژۍ یوه برخه. د ثور اوومه تودو اوبو ته د رسېدو لپاره د شوروي یو ګام او د اسیا سویل ته د رسېدو لپاره او د ثور اتمه يې هم د سیال له اړخه د ملا تیر د ماتولو هڅه.
خو موږ يې ترمنځ څه کاره و؟ دا نیول او زندان ته اچول د څه لپاره و؟ ډله ییز قبرونه ولې پيدا شول؟ د وېرې څپو له موږ څه غوښتل؟ کودتاچیانو څه خوب لیده؟ بلوا له کوم اړخه طراحي شوه او له کوم اړخه مدیریت کېدله؟ وسلې په څه ډول د مخالفانو لاس ته ولوېدې؟ دومره ډېرې پيسې ولې را واستول شوې؟ ایډيالوژيک تبلیغات ولې پيل شول؟ دغو ټولو استخباراتو څنګه د خلکو د مقدساتو او دین په نامه خپل فعالیتونه پټول؟ موږ په رښتیا چېرې وو؟
له بل اړخه، دا جګړه د سنت او مدرنیته جګړه وه؟ د ښار او کلي؟ د دین او دین ضد جګړه وه؟ د ټيټو او لوړو کسانو جګړه؟ همداشان پوښتلی شو: زموږ مخکښانو نړۍ څنګه لیدله؟ له نړۍ څخه يې اګاهي په کومه کچه وه؟ ملي ګټې يې څنګه تعریفولې؟ د ملت او دولت ترمنځ پر رابطه څومره پوهېدل؟ زموږ ګوندونه تر کومه ځایه خپلواک و؟ دین په ټولنه کې کوم رسالت لاره؟ زموږ روڼاندو تر کومه ځایه د خبرو اترو او هوکړې ظرفیت لاره؟
د پایلو له پلوه هغه څه چې پېښ شول، همدومره ارزښت یې درلوده؟ په میلیونونو کسان ووژل شول او په میلیونونو هم کډوال او څو نسله په جګړې اخته شول. اوس یې هم په سر دعوا زموږ په ګټه ده او د ثور د اوومې او اتمې په پلوۍ به چېرې ورسېږو؟ او د دې خبرې تکرار چې دا اړخ ډېر په حقه او بل اړخ کم ملامت او دا یو د غندنې وړ دی او دا بل د ستاینې، د یوه بل ګرېوان ته له لاس اچولو به څه لاسته راشي؟
نور ملتونه د ځان په نقدولو سره له تېر څخه درس اخلي. موږ له دې لویې پېښې څه درس واخیست؟ دا مو زده کړي، غوټه چې په لاس خلاصېږي په خوله يې خلاصه نه کړو؟ د مو زده کړي، چې د خلکو درد او رنځ کم کړو؟ دا مو زده کړي، چې په ړندو انقلابونو پسې زړه ونه تړو؟ دا مو زده کړي، چې ازادي په هېڅ بیه ونه پلورو؟ زده کړي مو دي، چې د شطرنج په لوبه کې د خپلې لوبې آس او فیل واوسو نه د نورو سترتېري؟ زده کړي مو دي، چې داسې لاره پيدا کړو، چې له دې تور کوهي څخه ووځو چې د څلوېښت میلیونو وګړو ژوند يې له ستوني تېر کړی؟