۸صبح، کابل: طالبانو د غويي اتمې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو د بریا د ۳۲مې کلیزې په مناسبت ویلي چې دغه ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه اسلامي نظام پلي کوي.
طالبانو شنبه د غويي پر ۸مه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله د ثور/غويي اوومې کودتا غندي او د غويي ۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځي.
په اعلامیه کې راغلي دي: «افغانستان له شل کلن جهاد وروسته له یو بل اشغال څخه هم ازاد او اسلامي نظام رامنځته شو.»
د يادونې ده په افغانستان کې طالبانو د اسلامي احکامو د تفسیر پر بنسټ د شریعت پلي کول پیل کړي او د هېواد پر وګړو په تېره بيا پر ښځو يې سخت بنديزونه لګولي دي.
ورته مهال، اسلامي هېوادونه د طالبانو د نظر په هکله اندېښمن دي؛ ځکه چې دا نظر د سیاسي حل په پرتله سیاسي ننګونه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون ګڼو هېوادونو او اسلامي بنسټونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه، د هغوی د کار د حقونو محدودول او پر زدهکړو یې بندیز لګول، غندلي دي.