طالبانو د غويي ۸مې، په هېواد کې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ۳۲مې کلیزې په مناسبت ویلي چې افغانستان کې به په بشپړ ډول اسلامي نظام نافذ کړي. ورته مهال، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت په نوم شورا په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان «د شوروي له پروني یرغل او اشغاله خطرناک دی.» بل پلوه، د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې بیا له خپلو ازادۍ غوښتونکو ځواکونو غوښتي چې په یوه لیکه کې د طالبانو د رژیم پر وړاندې ودرېږي او د راتلونکي نسل پر وړاندې خپل مسوولیت پوره کړي. ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مجاهدینو له بري وروسته د عدالت ټينګښت او قانون پر بنسټ د حکومت رامنځته کولو پر ځای کورنۍ جګړې ته لمن ووهله چې له کبله یې زرګونه کسان ووژل شول او میلیونونه نور بېکوره او بېځایه شول.
د غويي ۸مه یا د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بري ورځ په کابل کې د طالبانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. طالبانو ویلي چې افغانستان کې په بشپړ ډول «اسلامي نظام» پلی کوي. د طالبانو له خوا په خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي چې ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي پر ۷مه څو تنو «پرديپالو» کمونستانو په افغانستان کې کودتا وکړه.
طالبانو داسې مهال د ۱۳۷۱ کال د ثور ۸مه د افغانانو د بري، ازادۍ او کامیابۍ ورځ بللې چې مجاهدینو پورې تړلي سیاسي او پوځي خوځښتونو بیا په افغانستان کې د دې ډلې حضور د پخواني شوروي یرغل پرتله خطرناک ګڼلی دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم شورا چې د پخوانیو سیاسي ګوندونو مشران او چارواکي پکې راټول دي، د غويي ۸مې د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل پر وړاندې د بري ورځې په مناسبت له ټولو سیاسي او پوځي خوځښتونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې «پراخه مبارزه» پېل کړي.
یادې شورا په خپلې خپرې کړې ویناپاڼه کې لیکلي چې له دې وروسته به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې پر ټولو لارو چارو غور وکړي. په ویناپاڼه کې راغلي: «هغه څه چې نن په هېواد کې روان دي د بېشرمه بهرنیو مداخلو، اشغال، بحران او تاریخي ظلمونو دوام دی.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ټينګار کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان «د پروني شوروي یرغل او اشغال پرتله خطرناک دی.» د دغې شورا په خبره، طالبان د افغانستان ستونزې د هواري لپاره په خبرو اترو باور نه لري او ټول سیاسي، پوځي، مدني لوري او افغانان دې د دغې ډلې پر وړاندې د مبارزې لار خپله کړي.
نوموړې شورا له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر چلند د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې: «د نړۍ هېوادونو پر ټولو ظلمونو او وحشت سترګې پټې کړې دي او د طالبانو ظلمونه نه ویني او لا هم اړیکې ورسره پالي.»
ورته مهال، د افغانستان ملي مقاومت په نوم جبهې د غويي ۸مې د نمانځنې او د مجاهدینو پر قربانیو د ټينګار ترڅنګ ویلي دي: «زموږ هېواد د طالب او څه باندې شلو نورو اورپکو ډلو تر یرغل او نیواک لاندې دی. د دغې اورپکې او جنایتکارې ډلې ظلم، بېعدالتي، وحشت او استبداد بیا هېواد د خلکو لپاره په یو لوی زندان بدل کړی دی.»
نوموړې ټلوالې زیاته کړې چې د طالبانو له منګولو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره له پخوانیو مجاهدینو په الهام یې د دغې ډلې د واکمنۍ له لومړۍ ورځې راهیسې خپله سیاسي او پوځي مبارزه پېل کړې او په وینا یې، ژمنه کوي چې د تاریخي لارښوونو پر بنسټ به له نورو ځواکونو او خوځښتونو سره په ګډه د ازادۍ لپاره هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دغې جبهې له ټولو افغانانو او ازادۍ غوښتونکو غوښتي چې په یوه لیکه کې د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي؛ څو په خبره یې، افغانستان د ټولو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري پوړیو لپاره «امن کور» شي. مقاومت جبهې د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې «د طالبانو اورپکي رژیم سره خپل نامسوولانه او خوشبینانه سیاستونه پای ته ورسوي.» د دې ټلوالې په وینا، طالبانو افغانستان د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل کړی دی.
له دې سره هممهاله، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له بري وروسته د واک پر سر د مجاهدینو اختلافات په هېواد کې د خونړۍ کورنۍ جګړې، د بېګناه کسانو د وژنو او بېځایه کېدو پېلامه شوه. د هغوی په خبره، مجاهدینو ونه شو کړای هېواد اداره کړي او دا د دې لامل شو چې په وینا یې، په هېواد کې پاېیدونکی نظام رامنځته نه شي.
د غور اوسېدونکی غلاممحمد دوراندېش وايي چې مجاهدین په حکومتولۍ او عدالت ټينګښت کې پاتې راغلل او ویې نه شو کړای د خلکو په خوښه او ارادې سیاسي نظام رامنځته کړي. د نوموړي په خبره، له بري وروسته د مجاهدینو خپلمنځي نښتې د افغانستان لپاره ویجاړونکې پاېلې ولرلې چې له کبله یې په هېواد کې میلیونونه وګړي بېځایه او کډوالۍ ته اړ شول.
د کابل اوسېدونکی احمد جیحون چې په کابل کې د تنظیمي جګړو شاهد و، وايي چې مجاهدین د بري پر سبا په خپل منځ کې ونښتل چې له کبله یې د هېواد لپاره پراخه تباهي رامنځته کړه. نوموړی زیاتوي: «کله چې یو څوک په کابل کې د مجاهدینو له خوا د ړندو مرمیو او ګولیو ورولو شاهد وي، ښکاره ده چې غمجنه او دردونکی خاطره لري.»
د بدخشان اوسېدونکی احمد اقبال وايي چې هغه مهال له مجاهدینو د خلکو غوښتنې پوره نه شوې او د هغوی ترمنځ خپلمنځي نښتې د دې لامل شوې چې په کورنیو جګړو کې زرګونه کسان ووژل شي او میلیونونه نور د کډوالۍ لار خپله کړي. نوموړی زیاتوي چې د مجاهدینو خپلمنځي خونړۍ جګړې به تل د تاریخ په پاڼو او زړونو کې پاتې وي.
بل پلوه، په مخکیني حکومت کې د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالي په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې د غويي ۷مه او ۸مه د افغانستان په تاریخ کې برخلیک ټاکونکې ورځې دي. نوموړي ویلي: «په دې منځ کې نه د مجاهدینو له بري وروسته د هغوی تېروتنې او ځان غوښتنې د خلقیانو او پرچمیانو پر مستبدې واکمنۍ او ظلمونو پرده غوړولی شي او نه د واک لپاره د مجاهدینو تاوتریخجنه مبارزه د ژغورنې لار ګڼل کېدای شي.»
ښاغلي جلالي زیاته کړې چې دواړه تاریخي ورځې د افغانستان په تاریخ کې د ستونزمنو کلونو پېلامه وه. نوموړي هیله ښودلې چې «یوه ورځ به افغانان د انتقالي عدالت اراده او وړتیا درک کړي. له تاریخ څخه د عبرت نه اخیستل به د نورو تراژیدیو د تکرار ګواښ رامنځته کړي.»
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سیاستوالو له ترخو تاریخو پېښو درس نه دی اخیستی او لا هم افغانستان د «ستمګرو او نیابتي ځواکونو تر اشغال» لاندې دی. د هغوی په خبره، که افغانان او سیاسي خوځښتونه یو موټی نه شي په خبره یې، د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره به هېواد د یوې نه جبرانېدونکې لار پر لور رهي شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د غويي ۷مه او ۸مه پلویان او مخالفان دواړه لري. مخالفان دا دوه ورځې په هېواد کې د بدمرغۍ، د بېګناه خلکو وژنو او کډوالۍ پېلامه بولي او ټينګار کوي چې د ازادۍ او عدالت ټينګښت لپاره دې افغانستان د طالبانو او نورو بنسټپالو ډلو له منګولو ازاد شي.