افغان کرکټ ملي لوبډلې پر لومړي ځل پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

ددغې لوبې په تړاو د راز راز ادارو او مبصرینو تبصرې:
«د افغانستان کرکېټ ملي لوبډلې، په یوه تاریخي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.»
بيبيسي
«افغانستان د نړۍ بهترین بالینګ لري. له پاکستان یې لوبه د خپل پیاوړي بالینګ په مټ وګټله. د یو الراونډر په توګه د شاداب خان کیپتانۍ کې لوبه څه د چای او کافي غړپ نه دی چې په اسانۍ دې یې وڅښي او تر مرۍ دې تېر کړي.»
سپېنډن کُمار
ولسمشر محمد اشرف غني د کرېکټ ملي لوبډلې کپټان راشدخان ته پر ټويټر پاڼه ليکلي:
«بریا مو بختوره شه!»
«په پروني بري کې طبعاً لوبغاړي وځلېدل او د ډېر شاباسي مستحقه دي. خو دوه نور افغانان په دې لوبه کې د عالي مسلکي لوبڅارۍ له امله ځکه هیر شول چې هيڅ تېروتنه یې ونه لرله او تر پایه له ټولو فشارونو سره سره داسې وځلېدل چې هیچا ته یې د شکایت موقع ورنه کړه. احمد شاه پکتین او بسم الله شینواري پر نړیوال دریځ خپل عالي مسلکي هنر وښود.په دې هیله چې یوه ورځ یې د ای سي سي په ایلیټ یا مخکښو لوبڅارانو کې ووینو. دوی تر ډېرو ښه دي خو د نورو غوندې لوی ملاتړي نه لري. تاسو یې څرنګه ارزوئ؟»
ایمل پسرلی
«د عماد وسیم پر وړاندې د محمدنبي د سترګو جنګ واضح پیغام درلود چې نور مو کښتۍ ډوبه ده او څومره مقاومت به وکړئ؛ دارنګه تردې وړاندې د افغانستان په مقابل کې د پاکستان د یو شمېر لوبو بري کې عماد لاس لره، خو دا ځل نبي برلاسی و.»
عبدالاصمد عباسي
«یا الله دا به د روژې برکت وو، چې د دښمن پر وړاندې دومره ستره بریا دې راباندې وليده، له درباره دې ډېر شکر ګذاره یو.
مننه اتلانو چې دا ورځ مو راباندې وليده.»
جمیله ظریف
«افغان لوبډلې تل د پاکستانۍ لوبډلې خلاف ښه لوبه کړې، پاکستان ترې تېرې لوبې په ډیرې سختۍ او بېخي کم تفاوت ګټلي؛ خو دا ځل یې پاکستان ښه په نره مات کړ.»
ایشان مېت
«د پاکستان، پر وړاندې د ګران هېواد د ملي کرکت لوبډلې بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.
یا ربه، زمونږ دښمنان تل همداسې پر مځکه پراته او سرټيټې لرې»
صالحه اسحاقزۍ خالقي
«د افغانستان لوبغاړي ډېره وړتیا لري. د دوی استعداد، وړتیا او مُرال ماته کلونه وړاندې لا معلوم و. توپ وهونکي یې خورا اوږدې شپږیزې وهلی شي. ښه بونډرۍ لوبوي. بالران یې ډېر ښه لاین و لېنت لري او فوق العاده و حیرانوونکې لوبه کوي.»
راشید لطیف
«جــــــګې شـمــلـې
ویــاړ، ویــاړد کـریکیـټ پـر اتــلا نـو!
افتـخار، افتـخار د افغان پر شاه ځلـمیانو!
افـغان ولـس پرتــاسـو با نـدې نــازي!
ای د سپین غر د هسـکو څوکـو عـقـابــانو!
د پامیر په څیر مو تل جګې شمـلې شوې
اکـبري درنه وارۍ شـه بریمنو زمریانو» بسمالله اکبري
«پاکستان لوبډله بايد هېڅکله افغانستان ته د معمولي لوبډلې په نظر ونۀ وګوري او پر وړاندې يې خپل مجرب لوبغاړو ته استراحت ورکؤل ناسمه پرېکړه ده. افغانستان خورا پیاوړي او مجرب لوبغاړي لري.»
ډېنیل الیسکندر
«د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د کرکټ نړواله شل اوریزه لوبه کې، نن د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او بری یې خپل کړ.
ملي لوبډلې ته د لا ډیرو بریو هیله کوم.»
د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله
« ژوند ژوند اتلانو!
زموږ ملي لوبغاړو په پوره حوصلې یوه سخته لوبه وګټله او خپلې سیالې پاکستانۍ ډلې ته یې ماته ورکړه.
دغه خوندوره بریا دې ټولو مینوالو ته مبارک وي.
اتلانو!
په هر ډګر همداسې بریالي اوسئ.
همدا تاسو یئ چې د خپل کړیدلي ولس پر سپیرو شونډو، خندا راولئ.»
ضیاالحق امرخېل
«پاکستان باید په یاد ولري چې له افغانستان څخه لوبې ګټل اسانه کار نه دي؛ باید هر وخت د دوی پر وړاندې یوه مظبوطه لوبډله جوړه او ولوبوي.»
عبدالرزاق
«د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستر بری مو مبارک شه!
د مهارت، هوډ او ټیميکار څومره په زړه پورې ننداره!
ستاسو زحمت او سرښندنه پای ته ورسېده او موږ پر تاسو ویاړو. »
جاوید افریدی
«محمدنبي ډېره ستراتیژیکه لوبه وکړه. مسوولیت یې واخېست او تر پای ولاړ پاتې شو په میدان کې. وارخطا نشو. سطحي او له ډار سره تړلی ونه لوبېده، هماغه وه چې د پاکستان خولې د ګټې د جوړې مړۍ ټوټه یې ترې وویسته او خپله یې وخوړله».
وقار یونس
«سخت خوند یې وکړ؛ مبارک دې وي وطندارانو!»
بصیر عتیقزی
« دې ته اوس ستره او تاریخي بريا وايي.
دا بريا دې ټول افغان کړيدلي ولس ته مبارک شه، دا ورځ د تاريخ په زرينو پاڼو کې ثبت شوه.»
امین ظاهر
«اوس د ډالرو او درهمو په ځای افغانۍ لوبغاړو ته ورکول کیږي.
ویاړو چې افغانۍ په نړیوالو میدانو کې مطرح کیږي.
افغانۍ زموږ هویت دی.»
خواجه محمد زیار
له لاجوردو جوړې شوې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې!
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې دي، چې له افغاني لاجوردو جوړې شوې دي. لاجورد هغه قیمتي ډبره ده چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کېږي.
دا بې سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخي سیالیو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کېږي.
افغانستان کرکټ بورد
«چې دا غرور دې شي مات د لېونتوب ډېر خوند یې وکړ ، پر پاکستان باندې د افغانستان د کرکېت ملي ټیم بریا دې د افغان کرکېټ ملي لوبډلې او ټول افغان ولس ته مبارک وي، نن د ټولو افغانانو یوه هغه هیله پوره شوه چې دوی په خپلو سترګو داسې شېبه وګوري ، چې افغان ملي لوبډله د پاکستان کرکېټ لوبډلې ته ماته ورکړي.طبیعي خبره ده چې هره لوبه ګټل او بایلل لري ، خو پاکستان څخه د لوبو بایللو سخت ځورولی یم ، خو نن د دې لوبې ګټلو زما ټوله تېره ستومانتیا او پرېشاني پر ارامۍ او خوشالۍ بدله کړه.باور لرم چې ټول هېوادوال به همدا شان ولوله او احساس لري.»
اسماعیل یون
«محمد نبي ولاړ دی, د پاکستان لوبغاړي احسان الله ورته بال وکړ, نبي مخامخ شپږیزه ووهله او ټول افعانستان پاڅېده او د خوشحالۍ چیغه یې وکړه .افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه او یو بل تاریخ یې جوړ کړ.»
جعفر هاند