۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د حاجي راج ولي په نوم د یوه وژل شوي صراف ورور د طالبانو د استخباراتو سیمه ییزه چارواکي د خپل ورور په وژلو تورنوي او له طالب مشرانو د خپل ورور د وژنې ځواب غواړي.
نوموړي د یوه ویډیويي پيغام له خپرولو سره ویلي:(( په ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو ریاست مې دوه اوونۍ مخکې ورور ځان سره یوړ او څو ورځې مخکې یې مړی را وسپاره. په خدای قسم خورم، چې نه پخوانی نظامي و او نه یې بل چا سره اړیکې لرلې. د طالبانو مشران دې د هغه د وژلو ځواب راکړي، کنه د محشر په ورځ به زما لاس او د دوی ګرېوان وي.))
د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حاجي راج ولي د جسد عکسونه له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپریدل، خو د طالبانو مطبوعاتي مبلغینو د دوی د استخباراتو له لوري د هغه د وژل کیدو ادعاوې ردولې.
د ننګرهار یو شمېر صرافان د طالبانو استخبارات په پرله پسې ډول له دوی څخه په باج اخیستو او د دوی په ځورولو تورنوي، خو طالبان یې په اړه رسنیو سره نه غږیږي.