۸صبح، کابل: د کابل په لوېديځ کې د دشت برچي اوسېدونکي د محرم پر نهمه د طالبانو له تاوتریخجن چلن څخه شکایت کوي.
هغوی یکشنبه د زمري پر شپاړسمه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالب ځواکونه د امنیتي تدابیرو د نیولو په پلمه له خلکو سره تاوتریخوالی او سپکوونکی چلن کوي.
د هغوی په وینا، طالبانو ګڼې لارې د تګ راتګ پر مخ تړلې او له پلیو او په جوماتونو او حسینیو کې له ویرکوونکو سره تاوتریخجن چلن کوي.
طالبانو د دشت برچي په قلعه نو سیمه کې ځینې کورونه پلټلي هم دي.
د دې سیمې اوسېدونکي وايي، چې طالبان د نظم د راوستلو پرځای پخپله د بې نظمي سبب کېږي.
هغه ویډيوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې طالبان د ویرکوونکو پر سقاخانو ورغلي او ځینې کسان یې وهلي ډبولي دي.
په ورته وخت کې سږ کال د محرم ویرکوونکو په ډېریو برخو کې پخپله امنیت ټینګ کړی او په څو مواردو کې یې د پېښو مخه هم نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په څو وروستیو ورځو کې د کابل لوېديځ کې څو چاودنې وشوې او ګڼو خلکو ته یې مرګژوبله واړوله.