د سولې خبرو ناڅرګند برخلیک، په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او په راتلونکي پسرلي کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو احتمالي زیاتوالی به په هېواد کې د کانونو د ایستلو پر چارو منفي اغیزه وکړي. د جګړې اور چې له اوږدو کلونو راهیسې یې د افغانستان طبیعي زېرمې له خاورو سره خاورې کړې، اوس دا وېره شته چې له دې زیات دغه زېرمې د جګړې ماشین د دوام په توګه وکارول شي. په هېواد کې کلونه ناامني د دې لامل شوې چې د افغانستان منرالي شتمني له هېواده بهر ته ولېږدول شي او یا هم د هېواد پرخلاف وکارول شي. په دې وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت د کانونو ۵۶ کوچنۍ پروژې اعلان ته سپارلې چې دا کار عملي شي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو پراختیايي سازمان د کلني رپوټ له مخې، په هېواد کې د منرالونو ایستل لږ تنظیم شوي او تر ډېره په ناقانونه توګه کیندنې کېږي، په ځینو سیمو کې کانونه د یو شمېر سیاستوالانو او مخالفو وسله والو له خوا کنټرولېږي چې د مالیې په اخیستو سره خپل جګړه ییز فعالیتونه تمویلوي. په دې لړ کې، د سیمې خلک ددغو ډلو په مخالفتونو کې راګیر او د بشري حقونو له سرغړونو یې کړېږي.
له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسي، د هېواد یو شمېر کانونه د پخوانیو جهادي قوماندانانو له خوا اداره کېږي چې د طالبانو له سقوط وروسته موده کې په دولت کې پراخ نفوذ لري. د بېلګې په توګه، ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پرخلاف جګړې پرمهال، په پنجشېر دره او بدخشان کې یوې لويې جهادي ډلې ددغو سیمو واک ترلاسه کړ او له هغې یې د جګړې د تمویل لپاره ګټه پورته کړه. په دې وروستیو کې چې بهرنۍ مرستې کمې او د ودانیزو چارو لپاره د خلکو غوښتنه کمه شوې، ودانیزو شرکتونو هم د کانونو کارونو ته مخه کړې ده.
د تاوتریخوالي زیاتوالي او د مسوولو دولتي بنسټونو له خوا د جدي څارنې نشتوالي د کانونو په برخه کې د فساد لپاره زمینه برابره کړې ده. د بېلګې په توګه، په بدخشان ولایت کې د لاجوردو کان د یوه قوماندان او د هغه د خپلوانو په واک کې دی چې لومړنی جوړښت دی، دوی د هغو کان کیندونکو لپاره چې د کانونو د رسمي کارکوونکو په شان کار کوي هغوی ته د کان یوه برخه په اجاره ورکوي. د کانونو دغه کارکوونکي د دوی د تصدۍ او فزیکي امنیت په بدل کې هغوی ته مالیه ورکوي. د کانونو دغه مسوولین د ناقانونه کیندنو لپاره کارګران ګماري او هغوی ته هم لږ پیسې ورکوي. ددغه راز شبکو فعالیت چې په دولتي ادارو کې د پراخ فساد د کړیو له ملاتړه برخمن دي، ددې لامل کېږي چې د افغانستان منرالي شتمني چورتالان شي.
په دې کې شک نشته چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په زیاتوالي سره، طالبانو ډله به د جګړې د لګښت د پوره کولو لپاره په یو ډول تر خپل واک لاندې سیمو کې د کانونو ایستل زیات کړي. د تېر په شان به دا ډله د کانونو د ایستلو پر شرکتونو هم مالیه ولګوي او ښايي فشار پرې راوړي چې د کیندنو بهیر چټک کړي او په دې توګه لازیات عواید ترلاسه کړي. د بېلګې په ډول یوازې په ۲۰۱۷ کال کې دغې ډلې د ننګرهار د شوکاڼو کان له شرکته د مالیې له لارې اته میلیون ډالر ترلاسه کړي وو. د کانونو د یوه شرکت یا مالیه ورکوونکي په نظر دولت ته د مالیې ورکولو ګټې کمې او د دولت مخالفو ډلو ته یې د نه ورکړې ګټې ډېرې دي. له دې سره سره یو شمېر خلک او د کانونو برخې ځینې شرکتونه په دې باور دي چې طالبان د دولت په پرتله په ښه توګه د دوی د مقرراتو له مخې له خپلو مالیه ورکوونکو ساتنه کوي.
د جګړې او ناامنۍ پرمهال د کانونو ایستل د غیرمسلکي کیندنو لپاره زمینه برابروي. په داسې شرایطو کې چې هېواد له بشپړ امنیت څخه برخمن نه وي، د کانونو ډېری پروژې خپل اکتشافي پړاونه او لومړنۍ ارزونې نه کچ کوي چې پایله یې د سرچینو له لاسه وتل دي. کله چې د کانونو برخې مسوولین په کوچنۍ کچه وسایلو د پانګونې وس ونه لري، د چاودنو په شان طریقو څخه کار اخلي. چاودنه په پراخه توګه د موادو ارزښت او د عوایدو کچه راکموي. همداراز چاودنه د لویو ډبرو د غورځېدو او له خطر سره د کارګرانو د مخامخ کېدو، د مضرو ګازونو د خپرېدو او ځمکې د ښوېدو لامل کېږي. له بده مرغه باید ووایو چې د افغانستان د کانونو غیرمسلکي او په پراخه توګه کیندنې د هېواد د راتلونکو نسلونو قانوني او ذاتي حق له خطر سره مخامخ کوي.
د کانونو او پترولیم وزارت د کلني رپوټ له مخې، په ۱۳۹۹ مالي کال کې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۷۴۵ فعالیتونه او د ناقانونه کیندنو سیمې په ګوته او سروې شوې دي. که دولت د کانونو د ناقانونه کیندنو د درولو لپاره اقدام ونه کړي، له دې لارې به ډېرې پیسې له پولو بهر او یا د مخالفو وسله والو جیبونو ته ولاړې شي. لکه څنګه چې دولت اصلي ننګونه ناامني بللې، د کانونو د ساتنې کمېسیون فعالیت هم هېڅ څرک نه لیدل کېږي چې په ۱۳۹۶ کال کې د ولسمشر د حکم پر اساس جوړ شو. په پای کې ویلای شو چې که په راتلونکي هجري لمریز کال کې تاوتریخوالی او ناامني همداسې دوام وکړي، یو بل کال به هم د کانونو د ایستلو چارې د اور په لمبو کې ترسره کېږي.