د راپورونو په حواله، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اورپکو ډلو پر خوندي ځای بدل شوی دی. د امریکا د سولې انسټيټوټ ادعا کړې چې د داعش خراسان څانګې «اصلي مرکز» په افغانستان کې دی. د دغه بنسټ کارپوهانو ویلي چې پر مسکو د داعش له برید وروسته، څرګنده شوه چې دا ډله د نړۍ هرې برخې ته د زیان رسولو وړتیا لري. دغه راز، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر ادعا کړې چې داعش به د شپږو میاشتو په دننه کې د امریکا او لویدیځ پر ګټو له کوم خبرداری پرته برید وکړي. دا اندېښنې داسې مهال ډېرې شوې دي چې داعش خراسان څانګې په روسیه کې د خونړي برید پړه ومنله. طالبانو بیا په افغانستان کې د داعش د ګواښونو اندېښنې د دغې ډلې د رژیم پر وړاندې د لویدیځ تبلیغاتي جګړه بللې ده. تازه د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال په کابل کې له بهرنیو ډيپلوماتو سره په کتنه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش په نوم څه نه شته. له دې وړاندې طالبانو ته نږدې رسنیو ادعا کړې وه چې د داعش خراسان څانګې مرکز د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دی.
د مسکو په کاراکاس تالار او په کندهار کې د داعش خراسان څانګې له خونړيو بریدونو وروسته، په نړۍ کې د داعش له ګواښونو اندېښنو زور اخیستی دی. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې یو شمېر مخالفانو ادعا کړې چې افغانستان په نړۍ کې د اورپکۍ پر خوندي ځاله بدل شوی دی. د هغوی د څرګندونو په حواله، طالبانو په پراخه کچه د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو کوربتوب کړی دی.
تازه د امریکا د سولې انسټيټوټ ادعا کړې چې د داعش خراسان څانګې اصلي مرکز د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې دی. د دغه انسټيټوټ جګپوړي سلاکار اسفندیار میر ویلي چې پر مسکو د داعش له برید وروسته، دغې ډلې د نړۍ په هره برخه کې د برید کولو وړتیا په ډاګه کړې ده. د نوموړي په خبره، د دې ډلې بریدونه ښيي چې هغوی له خپل حضوري قلمرو وراخوا هم د وحشت رامنځته کولو وړتیا لري.
ښاغلی اسفندیار زیاته کړې: «داعش خراسان، د دغې ډلې د افغانستان څانګه په منځني ختیځ کې ده چې د ۲۰۱۵ په لومړیو کې یې سر راپورته کړ او له هغه مهاله راهیسې په سیمه کې فعاله او هلته جنګېدلې ده.» نوموړي ټينګار کړی چې د داعش خراسان څانګه «ډېره باثباته» ده او د سیمې پر هېوادونو له بریدونو وروسته، اوس د اروپا ځينو برخو ته رسېدلې ده.
ورته مهال، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال فرانک کېنت مکېنزي خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه په فعاله توګه هڅه کوي چې امریکا په نښه کړي. مکېنزي زیاته کړې چې داعش لېواله ده چې پر امریکا برید وکړي او په خبره یې، د بایډن اداره دې د ډلې ګواښونه جدي وګڼي. د امریکا پوځ دغه پخواني چارواکي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د داعش وروستي برید ته په اشارې ټينګار کړی: «موږ باید پر امریکا او زموږ د ملګرو پر وړاندې د دې ډول بریدونو د لا ډېرو هڅو تمه ولرو. زه ګومان کوم دا د مخنیوي وړ نه دي.» نوموړي زیاته کړې چې داعش د خپلو بریدونو د پلان لپاره له انلاین لارو چارو ګټه اخلي او په خبره یې، دا د نړیوال امنیت راتلونکې ته یو ګواښ دی. ښاغلي مکېنزي په افغانستان کې د داعش شتون ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «که په افغانستان کې د ناټو غړو په څنګ کې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه پاتې وای، کولای شوای له داعش سره یې مبارزه کړې وه او د اوس پرتله به مو امنیت خوندي وای.»
بل پلوه، د امریکايي پوځ متقاعد جنرال مارک کوانټوک هم پر امریکا د برید لپاره د داعش د لېوالتیا په تړاو خبرداری ورکړی دی. نوموړي ویلي لا هم پر امریکا برید د داعش لپاره یو لومړیتوب دی. امریکايي کارپوهانو هم خبرداري ورکړي چې داعش خراسان څانګه زړوره شوې او له سیمې وراخوا د بریدونو په لټه ده. د هغوی په خبره، داعش کولای شي د امریکا او مکسیکو ترمنځ له سرحدي نانندریو څخه د یو لوی برید ترسراوي لپاره ګټه پورته کړي.
ورته مهال، فایننشال ټایمز په یو راپور کې لیکلي چې ښکاري تاریخ یو ځل بیا تکرارېدونکی دی. دغې رسنۍ ادعا کړې چې نړیوالې ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعدې په افغانستان کې خپلو پخوانیو پناهځایونو کې نوي پناهځایونه جوړ کړې دي.
پخواني امریکايي چارواکي داسې مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د داعش خراسان څانګې اصلي مرکز ګڼي چې طالبانو ته نږدې رسنۍ ادعا کړي چې د دغې ډلې مهم مرکز د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دی.
طالبانو ته نږدې رسنۍ المرصاد په کندهار کې د داعش ځانمرګي له برید وروسته ادعا کړې چې دا ځانمرګی له برید دوه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له داعش خراسان څانګې سره یو ځای شوی او په هغه ځای کې یې عقیدتي زدهکړې کړې وې. دغې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې اوسمهال د پاکستان بلوچستان ایالت د داعش خراسان څانګې یو مهم مرکز دی.
په افغانستان کې د داعش حضور په اړه بیا طالبانو متناقضې څرګندونې کړې دي. د دغې ډلې ویاندویانو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی؛ خو له دغې ډلې سره د مبارزې خبرې یې هم کړې دي. طالبانو د خپلو ضدونقیضو څرګندونو سربېره ادعا کړې چې په افغانستان کې یې له داعش سره اغېزناکه مبارزه کړې او دا ډله یې له منځه وړې ده. تازه د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د بهرنیو هېوادونو له ډيپلوماتو سره په کتنه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش په نوم څه نه شته، په داسې حال کې چې د دغې ډلې د ګواښونو له کبله یې پرلپسې په خپلسري ډول د ملکیانو کورونو تالاشي کړي او لسګونه کسان یې له داعش سره په لاس لرلو بندیان کړي دي.
په افغانستان کې داسې مهال د داعش له ګواښونو اندېښنې ډېرې شوې دي چې تازه روسیې اعلان کړی چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د اېستلو د ارزولو په لټه کې ده.
د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو د ارزولو په لټه کې ده. یاد خبري اژانس زیاته کړې چې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونه او نورې اړوندې ادارې له دغه نوملړه د طالبانو نوم لرې کولو موضوع څېړي او په وینا یې، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد جګپوړې سیاسي مشرتابه کوي.
طالبانو بیا د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو ایستل «یو ښه اقدام» دی. نوموړي ادعا کړې چې طالبان یو نهضت او خوځښت دی او د افغانانو استازیتوب کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او سیاسي فعالان وايي چې ترهګري دې په ښه او بده نه ويشل کېږي. هغوی وايي چې له داعش سره د طالبانو د مبارزې روایت له ماتې سره مخ شوی او اوس یوازې د خپل امنیت د خوندیتوب په لټه دي. د هغوی په خبره، د داعش بریدونو له ډېرېدو وروسته د طالبانو هغه لوی روایت چې په کور دننه او بهر له داعش سره د مبارزې په تړاو جوړ و، شنډ شوی دی. د دوی په وینا، طالبان د داعش له بریدونو وېرېدلي او اوسمهال د خپل ځان امنیت د خوندیتوب په لټه دي.