۸صبح، کابل: د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشېف ویلي چې کولای شو د مسکو په څنډه کې د کاراکاس د موسیقۍ په تالار کې برید د اوکرایین په ځانګړو سرویسونو کې وڅارو او په خبره یې، کییف هڅه کوي، څو دا برید په افغانستان کې له داعش سره ونښلوي.
د ټاس خبري اژانس د راپور په حواله، پاتروشېف چهارشنبه د وري پر ۱۵مه په قزاقستان کې د شانګهای سازمان غړو په نولسمه ناسته کې ویلي چې د اوکرایین حکومت په بشپړ ډول د امریکا تر ادارې لاندې دی.
نوموړي زیاته کړې: «هغوی هڅه کوي پر موږ يې وتپي چې دا ترهګره کړنه د کییف د رژیم له لوري نه ده شوې؛ بلکې دا د افراطي اسلامي ایډیالوژۍ د پلویانو، احتمالاً په افغانستان کې د داعش څانګې د غړو له خوا شوی دی.»
د هغه په خبره، اړینه ده په بېړه څرګنده شي چې د دغه برید پلان کوونکی څوک او تر شا یې د چا لاس دی.
پاتروشېف ټينګار کړی چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې د امریکا له خوا رامنځته شوې دي.
دغه جګپوړي روسي چارواکي زیاته کړې: «د دغو ډلییزو ډزو عاملان او د هغوی ملګري داسې مهال نیول شوي چې د روسیې له پولو د تېرېدو هڅه یې کوله، چېرته چې اوکرایین یې د تېښتې لپاره یو ور پرانېستی و.»
دا په داسې حال کې ده چې د داعش خراسان څانګې د مسکو په څنډه کې د کنسرټ پر تالار د مرګوني برید پړه منلې ده.
له دغه برید وروسته په نړۍ کې پراخې اندېښنې راټوکېدلې دي.
له دې وړاندې د امریکا د سولې انسټيټوټ جګپوړي سلاکار اسفندیار میر ویلي و چې پر مسکو د داعش له برید وروسته، دغې ډلې د نړۍ په هره برخه کې د برید کولو وړتیا په ډاګه کړې ده.