په غور کې له سېلابونو راوتلو څه باندې یوه اوونۍ اوړي. په دې موده کې د فیروزکوه ښار پاکولو، د بندپاتې کسانو ژغورلو او له خټو د خلکو د شته توکو راویستلو لپاره کوم کار شوی نه دی او لا هم د ځينو کلیو لارې تړلې دي. د مرستو رسولو په مدیریت کې د طالبانو له ناغېړۍ وروسته، د غور اوسېدونکي خپله د لومړنیو وسایلو په مرسته د لارو پاکولو ته مټې رابډ وهلې دي. د غور ځيني اوسېدونکي وايي چې په غور کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۰ زره کورونه، څه باندې درې زره دوکانونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او لسګونه څاروي یې له منځه وړي. دغه راز سېلابونو د هرات – غور لویه لار هم زیانمنه کړې او لا تړلې ده.
د غور ځيني اوسېدونکي وايي چې د خلکو په مرسته یې د مرستو راټولولو لړۍ پېل کړې ده. د دوی په وینا، د مرغاب سیند د اوبو لارې د پاکولو چارې هم د سیمې اوسېدونکو په مرسته شروع شوې ده. هغوی ټينګار کوي چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو له مرستو تمه شکېدلې؛ ځکه په وینا یې، دوی د ناورین مدیریت او په غور کې د ځپوونکو سېلابونو له راوتلو وروسته د خلکو لاسنیوي لپاره کوم پروګرام نه لري.
د مرغاب ولسوالۍ د اسپرف کلي اوسېدونکی نور احمد وايي چې د دغه کلي اوسېدونکو مرستې راټولې او د جنداک کلي پر اوسېدونکو چې وروستیو سېلابونو زیانمن کړي، ووېشلې. د نوموړي په خبره، جنداک کلی سېلابونو لاندې کړ او اوسېدونکي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د مرغاب ولسوالۍ د اسپرف کلي دا اوسېدونکی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «ټول سېلاب وځپلو او بدمرغه یې کړو. سېلابونو په ځينو کلیو کې هر څه یووړل او ځينو کلیو کې یې زیان کم و. جنداک سیمې یې ډېره ځپلې او ټول کلی یې لاندې کړ چې اوسېدونکي یې ان وچه ډوډۍ هم نه لري.»
نور احمد زیاتوي: «یوه اوونۍ کېږي خلک وږي تږي دي. په دې موده کې طالبانو هېڅ مرسته ونه کړه. وروسته مو لیدل چې د جنداک کلي اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي، ټولو کمپلې، توشک، بالښتونه، غوړي، اوړه او سپوره ډوډۍ راټوله او د جنداک کلي پر اوسېدونکو یې ووېشلې، که ولسي مرستې نه وای، د جنداک کلي ټول اوسېدونکي به له لوږې مړه وای.»
د سېلاب ځپلو په ځانګړې توګه د جنداک کلي اوسېدونکو له ناوړه وضعیت وروسته د جه، سالدیز، پال بې، رقص کن، شورابه او اسفرمان کليو اوسېدونکو هم خوراکي او ناخوراکي توکي راټول او د دغه کلي اوسېدونکې ته یې واستول.
د خلکو پر وړاندې د طالبانو بې غوري او له ناروین وروسته د پروګرام نشتوالی د دې لامل شو چې د فیروز کوه ښار اوسېدونکي د لارو ګودرو پاکولو ته حشر وکړي.
د غور مرکز فیروز کوه ښار اوسېدونکی عبدالعزیز وايي: «سېلابونو د فیروز کوه په ګډون ټول غور زیانمن کړ او د ښار په منځ کې غځېدلو لارو او سړکونو ته یې هم زیان واړوه. دوه ورځې مو وویل چې ښايي طالبان د ښار په منځ کې لارې ګودرې پاکې کړې؛ خو کوم څه مو ونه لیدل. اوس ټولو یو بل ته لاس ورکړی او کار کوي. د ښار منځ کې ډېرې ویالې او سړکونه مو پاک کړل او لا بوخت یو. که موږ خپله څه نه وای کړي، هېڅ دولتي بنسټ په دې برخه کې کوم ګام نه اخیست.»
بل پلوه، څو اوونۍ کېږي چې د مرغاب سیند د اوبو مسیر بند دی او دا د دې لامل شوی چې په مرغاب او چهارسدې ولسوالیو کې څو کلي تر اوبو لاندې شي. تر اوسه د طالبانو له خوا په دې برخه کې څه نه شته او د سیمې اوسېدونکي خپله لاس په کار شوي او د لومړنیو وسایلو په مټ د سیند اوبو مسیر پرانېزي.
د مرغاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې د مرغاب سیند له بندیدو درې اوونۍ تېرېږي؛ خو طالبانو یې پرانېستلو لپاره کوم ګام اخیستی نه دی او د اوبو لا ډېرېدو له وېرې خلک خپله لاس په کار شوي.
د مرغاب دا اوسېدونکی وايي: «طالبانو موږ ته هېڅ نه دي کړي. کورونه سېلاب یووړل او دوکاونه یې ویجاړ کړل؛ خو طالبانو هېڅ ونه کړل. اوس د مرغاب سیند د اوبو لار بنده ده. اوونۍ وشوې، خو طالبانو د سیند اوبو د لارې پرانېستلو لپاره هېڅ ونه کړل. هره ورځ د سیند اوبو کچه پورته کېږي او خپله خلک لاس په کار شول.»
د مرغاب ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «خلک د شاه او عروس په دره کې په خپل لاس جوړو شویو کښتیو په مرسته د اوبو مسیر پاکولو لپاره لاس په کار شوي او هره شېبه یې د غرقېدو وېره شته. موږ اړ شو، که نه نو په بېل او کلنګ د سیند اوبو مسیر پاکول ګران دی. طالبانو کوم ماشین رانه کړ. اړ شو د لومړنیو وسایلو په مټ لاس په کار شو.»
د یادونې ده چې څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د غور په مرکز او ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي او لا هم له ښار سره د ډېرو ولسوالیو لارې تړلې دي؛ خو لا یې هم د پرانېستلو لپاره کوم ګام پورته شوی نه دی.