یو وخت په دوحه کې د طالبانو یوه مرکچي د مذاکراتو پر چټکتیا د امریکايي استازو د ټینګار او دا چې که پر خپل وخت یوې پایلې ته سره ونه رسېږي نو طالبان به مهم فرصتونه له لاسه ورکړي، ویلي وو: تاسې ساعت او طالبان وخت لري. طالب مرکچیانو د ټاکنیزو کمپاینونو په برخه کې د سملاسي او د ګټې اخیستنې وړ امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د امریکایانو د وخت له محدودیتونو ګټه پورته کوله. د سیمې ځینو هېوادونو هم د امریکا له دې بېړې چې ژر پایلې ته ورسېږي ګټه پورته کوله او هڅه یې کوله چې طالبانو ته د مشورو په ورکولو او د هغوی په ډیپلوماتیک او پوځي ملاتړ سره د امریکا لپاره د خبرو بیه لوړه کړي. اوس داسې ښکاري چې معادله اپوټه شوې ده. اوس امریکا او د هغې متحدین په افغانستان کې له ناڅرګند حالت سره د چلند لپاره وخت لري او په مقابل کې طالبان او ګاونډي هیوادونه چې د دې ډلې په پټي کې د خپلو کروندو حاصل راټولولو ته سترګې پر لاره دي، ورځې او میاشتې شماري او غواړي چې د «ټولګډونه حکومت» او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو پر سر خبرې ډیر ژر پای ته ورسېږي.
په ورته مهال، په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو او نړیوالو ترهګرو د راغونډیدو بیړنی خطر او د طالبانو د ناقانونه واکمنۍ د دوام له امله رامنځ ته شوي ناڅرګند حالت د سیمې پر هیوادونو د نورو په پرتله ډیر اغېز کوي. په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو تېر دوه کلن کمښت او پاکستان او ایران ته د کډوالو ورماتېدو د دغو دوو ګاونډیانو لپاره ډېر لګښتونه لرلې دي او د اوږدې مودې لپاره به د دغه وضعیت دوام ډیر خطرونه ولري. چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم په دې انتظار دي چې دغه خنډ یې له سوداګریزو او ترانزیتي لارو لېرې شي. امريکا او متحدين يې لا هم د شته وضعيت د دوام لپاره پيسې لګوي، خو دا پيسې له هغه څه سره چې چين، ايران، پاکستان، روسيه او نور سيمه ييز هېوادونه یې د افغانستان له بې ثباتۍ ګالي، د پرتلې وړ نه دي.
د افغانستان په تړاو د سیمه ییزو غونډو د تکرار او بې پایلې پاتې کیدو اصلي لامل، د سیمې او نړۍ د مهمو لوبغاړو د نظرونو په اختلاف کې دی. د سیمې د هېوادونو ستړیا څرګنده ده. ایران سره له دې چې له طالبانو سره پر خپلو ځانګړو اړیکو او د دغې ډلې د امارت پراستخباراتي او تبلیغاتي ملاتړ ویاړي، کله ناکله سرټکوي او د دغه وضعیت له دوامه چې طالبان لاهم د امریکا او د هغې د متحدانو په مرستو پورې تړلي دي او ایرانیان په افغانستان کې له وېرې پرته پانګونه او « کار» نه شي کولای، خپله ناخوښي څرګندوي . دغه هېواد له دې کبله، چې د طالبانو له راستنېدو وروسته نه دی توانیدلی د افغانستان د اوبو او بازار له غنیمته چندانې ګټه پورته کړي، ناراضه دی، په تېره بیا د اوبو په برخه کې د ایراني چارواکو چیغې او خبرداري په ځلونو له رسنیو اورېدل شوي دي.
پاکستان هم د دې حالت له دوامه چې هره ورځ ډله ډله افغانان دغه هېواد ته د تلو په نیت هېواد پرېږدي، د تېلو، ګازو او برېښنا د لېږد د سترو پروژو د پيلولو او د ترانزيټي لارو د هوارېدو څرک نه وي او د وخت په تېریدو سره یې هغه بلاګانې ګرېوان ته لاس وراچوې چې په کلونو یې پخپله روزلې وې، خوند نه اخلي. د داسې ادارې جوړېدل چې امرونو ته یې غوږ کېږدي او له منځنۍ اسیا پاکستان ته د انرژۍ د لېږد او له پاکستانه هلته د ځینو محصولاتو د لېږد په برخه کې همکارۍ ته چمتو وي، د افغانستان لپاره د پاکستان ايډیال دی. تر څو چې د طالبانو امارت په رسمیت نه وي پیژندل شوی، دا کارونه به ترسره نه شي، له همدې امله لکه څنګه چې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې خپله خوښي نه شوې پټولای، له هغې یې وروسته یې هم په پرلپسې توګه د طالبانو ادارې د تثبیت لپاره هڅه کړې ده. په همدې ډول چين او د سيمې نور هېوادونه هم د دغه وضعيت په دوام ناخوښ دي او ورځې او مياشتې شماري. خو امریکا ساعت د طالبان او د هغوی د سیمه ییزو ملګرو غاړې ته اچولې او د جګړې له ډګره لېرې مناسب وخت ته په انتظار ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې زموږ خلک په داسې یوې کنده کې بند پاتې دي. د تېرو څو لسیزو تاریخ له یوې کندې نه بلې هغې ته له لوېدو ډک دی. له بده مرغه له کورنيو او بهرنيو غنمیت خورو هيڅ هيله نه شي کيدای. سیمه ییزې او نړیوالې غونډې د داسې کورنیو لورو د نشتوالي له امله چې د خلکو استازولي وکړي، په تر ټولو غوره حالت کې په لنډمهاله توګه کړکېچ کابو کولای او یا له یوه پړاوه بل پړاو ته لېږدولای شي؛ خو د کړکیچ پای ته رسول کورنیو تدابېرو ته اړتیا لري. باید یوه ورځ د هیواد د راتلونکي پر سر د بهرنیانو خبرو ته سترګې پرلاره پاتې کېدل پای ته ورسېږي او د هیواد د بدلونونو مهال ویش او کلیز پخپله افغانانو د افغانانو په لاس کې وي.