د پاکستان سوداګرۍ وزارت د جون په اوله اعلان وکړ، چې پاکستان به د روس، ايران او افغانستان سره جنس پر جنس سوداګري پیلوي. ددغه وزارت لخوا د روس، ايران او افغانستان څخه هغه صادراتو ليست هم خپور کړی دی، چې دا وخت پاکستان ته صادرېږي. د پاکستان د پراختيا، پلان، ځانګړو نوښتونو او د پاکستان د احصايې شمیرنې وزارت له قوله، په پاکستان کې دا وخت ۳۸ فيصده قيمتي ده. اقتصاد پوهانو په پاکستان کې د قيمتۍ او اقتصادي بحران لامل، د ډالرو کموالی ښودلی دی. له همدې امله د پاکستان حکومت له دغو دريو هېوادونو سره جنس پر جنس سوداګرۍ پاليسي اعلان وکړ.
که څه هم د پاکستان دغه پاليسي تر اوسه پورې د ايران او روس سره په عملي توګه نه ده پلې شوې، خو د پاکستان ځينو رسنیو له قوله، پاکستان له افغانستان سره په عملي بڼه، د بارټر(جنس پر جنس) سوداګرۍ لپاره په غيررسمي طریقه ګامونه اخلي. افغانستان د صادراتو (سوداګرۍ) زياته برخه پاکستان سره تړلی ده.
افغانستان د پاکستان سره په څلورو لويو لارو(چمن سپين بولدک، طورخم او غلامخان، انګور اډه) سوداګري کوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله، له افغانستان څخه ۶۰ فيصده صادرات پاکستان هېواد ته کيږي، او له پاکستان څخه ۴۰ فيصده صادرات افغانستان ته کيږي.
د اقتصادي پیچلتیا څارونکي نړېوال سازمان، تازه سروې له مخې، له افغانستانه تازه میوه، وچه میوه، سبزیجات، دال، مرچ، منرالونه، فلزات، ډبرو سکاره، خام ربړ توکي، پوستکي، اوسپنه او فولاد، پاکستان هېواد ته صادريږي. همدارنګه له پاکستانه په زیاته توګه وریجی او سمينټ، او موسمي تازه ميوه، سبزۍ، بعضی خوراکي توکي او د ورځنې ژوند بعضی اړتیاوړ سامان افغانستان ته وارديږي.
افغانستان د تیرو څو لسيزو جګړې له امله له اقتصادي او د سوداګرۍ له پلوه، کمزوری او تل په ګاونډيو هېوادونو تکيه و.
يو لامل یې دا وه، چې په داخل د افغانستان کې د جګړې له امله صنعت او سوداګریز فعاليتونه، له کموالي سره مخ و. دوهم لامل یې افغانستان د جغرافیایي جوړښت له مخې، په وچه کې بند هیواد دی، چې نړېوالې سوداګرۍ لپاره سمندر ته لاره نه لري.
که څه هم افغانستان له پاکستان څخه وارداتو کچه کمه ده، خو په راتلونکې کې افغانستان زياته برخه واردات او صادرات دواړه له پاکستان او یا د پاکستان له لارې و.
خو د وخت په تيريدو سره افغانستان له تيرو څو کلونو راهيسي، نړېوال مارکیټ ته لاسرسی لري او همدارنګه د وارداتو زياته برخه یې مرکزي آسيا او نورو نړېوال هېوادونو څخه ده، چې له همدې امله له پاکستانه افغانستان ته واردات کم شوي.
د افغانستان تازه میوه، وچه میوه، منرالونه، فلزات، ډبرو سکاره، خام ربړ توکي، پوستکي، اوسپنه او فولاد، په نړېوال سوداګریز مارکیټ کې ښه بيه لري.
د پاکستان جنس پر جنس سوداګرۍ پاليسي، د افغانستان پر سوداګرۍ ډېر زيات منفي اغيز لري.
منفي اغيز یې عبارت دی له:
د افغانستان د سوداګرۍ ۶۰ فيصده کچه به د پاکستان له ۴۰ فيصده سره برابره شي. د افغانستان صادرات، چې په نړېوال مارکیټ کې ښه بيه لري، د پاکستان له وارداتو سره به یې بيه برابره شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ دقيق معلومات او محاسبه به نیمګړي وي. د جنس پر جنس سوداګري پاليسۍ له مخې به د افغانستان اسعارو (افغانيو) بيه، د پاکستان له اسعارو ( کلدارو) سره برابر حسابيږي. د افغانستان د صادراتو نقدي ګټه به نه وي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به غير متوازنه وي. د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ فيصدي معلومه نه وي.
د افغانستان هغه صادرات، چې په نړېوال مارکیټ کې ښه بيه لري، د کمیت او کیفیت له پلوه د پاکستان له صادراتو سره به یې بیه برابره وي. د افغانستان د سوداګرۍ او توکو ارزښت کميږي. مثلآ، که چېرې جنس پر جنس سوداګري پاليسي عملي شي، د افغانستان ډبرو سکاره مقابل کې به د پاکستان سمينټ افغانستان ته وارديږي، يا د افغانستان انګور او انار چې په نړېوال مارکیټ کې ښه ارزښت او بيه لري، د پاکستان له موسمي تازه ميوې سره به پرتله او تبادله کيږي. ددې ترڅنګ د افغانستان سوداګر هم اغيزمنيږي. هغه افغان سوداګر، چې پاکستان هېواد ته سوداګري کوي، د سوداګرۍ نقدي ګټه به یې نامعلومه وي. دغه سوداګر به پخپله خوښه د جنس کيفيت، کيميت او ارزښت نه شي ټاکلی. د پاکستان د جنس پر جنس سوداګري پاليسۍ په افغانستان باندې د اغيزو له امله، په داخل د افغانستان کې د پاکستان ته صادرېدونکو توکو او شیانو بيې هم لوړيدلای شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي، خو د افغانستان سوداګرۍ خونې مديره پلاوي غړي (خانجان الکوزي) تېره ورځ په دې اړه خپله انديښنه ښودلې ده. په راتلونکي کې به ليدل کيږي چې پاکستان به د افغانستان په جنس پر جنس سوداګرۍ پاليسي څنګه عملي کړي.