طالبانو د ۱۹۹۰ میلادي لسیزې په منځ کې د غلو او پاټک سالارانو په اوج کې د سیاست ډګر ته رادننه شول. په هغو کلونو کې په افغانستان کې توکي او انسانان کم شوي و او هره لاره کې غلو پاټکونه اچولي وو. د توکو او مسافرو لېږدول له خطر نه ډک کار و. ورته مهال له سیمې سره د هېواد اړیکې ترینګلې شوې وې، هغه هم داسې شرایطو کې چې تازه د شوروي اتحاد پرځول شوی و او د سیمې او نړۍوالو سترګې د انرژۍ ذخیرو او منځنۍ آسیا او نور هېوادونو ته پاتې پاتې شوې وې. پاکستان له اصلي مدعیانو نه و او تمه یې لرله د افغانستان د جهاد له دسترخوان نه له کابل نه لویې مړۍ ترلاسه کړي. برېښنا او د منځنۍ آسیا بازار ته لاسرسی د پاکستان او د ډېرو مدعي هېوادونو لپاره د افغانستان د لارو له امنیت پرته امکان نه درلود. ټاکل شوې وه چې طالبان د بهرنیو دلالانو او سهم لرونکو رول ولوبوي. د طالبانو له واک نیونې سره هممهاله، د افغانستان په مسایلو کې د دوو لویو شرکتونو یونیکال او بریداس برلاسي کېدل، د هغو یو له روښانه بېلګو نه و. د طالبانو ډله د سیمه ییزو پاټکونو په له منځه وړلو کې بریالي وو، خو هغه رول چې په خوندي توګه د افغانستان له لارې د نړۍوالو توکو د ترانزیت، په تېره پاکستان ته د منځنۍ آسیا د برېښنا د لېږد او له هغې لارې نړۍوال بازار ته ټاکل شوی و، ونه شوای ترسره کړلای.
طالبان چې په خپله د جهاد او پاټک سالارونکو جګړه مارانو پاتې شوني او اولادونه وو، ویې نشوای کړای د غلاو له فرهنګ نه مخنیوی وکړي، بلکې هېواد یې د سیمې په لوی پاټک بدل کړل او د نړۍوالو تروریستانو سره په همغږي په ظاهره د شریعت د حاکمیت او په واقعیت کې د غلاو د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره یې، امارت جوړ کړ. په هغه امارت کې له ګاونډیو، د سیمې، نړۍ او نړیوالو سازمانونو نه د عشر، زکات، مالیاتو او اخاذیو اخیستلو پرته یې بل کار نه ترسره کاوه. هغوی بېلابېل کورني او بهرنۍ خواوې ګواښلې او پیسې یې اخیستلې. ګواښ یې زېږاوه او د امتیاز غوښتنه یې کوله. برمته نیونه د غلاو مهم ابزار دی. طالبانو لکه د تېرو زمانو د خلکو په څېر خلک په تنظیمي او غیرقانوني ډول نه ساتل، بلکې ټول ملت یې په بند کې اچولی و او په مقابل کې یې له نړۍ نه یې امتیاز غوښته.
د سپټمبر له یوولسمې وروسته او هغه پېښې چې د امارت د له منځه تللو لامل شوې، طالبان دیپلماسۍ، سیاست او معمولې جګړې ته مخه نکړه، بلکې د غلاو له هماغه بلد سنت سره ډګر ته راغلل. هغوی د اسلامي جمهوري لپاره بدیل وړاندې نکړ، سیاسي مبارزو او دموکراتیکو سیالیو ته دننه نه شول، کتاب یې ونه لیکه او د اقتصاد، پوهنې او فرهنګ لپاره یې برنامه وړاندې نکړه ترڅو خلک د طالباني او غیر طالباني نسخو ترمنځ د ټاکلو او توپیر فرصت ولري، بلکې قطاع الطریقۍ او د جنایت کارانو، برمته کوونکو، انسان وژنکو او قاچاق برانو او غلو په ګمارنې یې لاس پورې کړ. د طالبانو ډېر فکر د لارو په ناامنیو، د سړکونو په ویجاړولو، د پلچکونو په ورانولو، برمته کولو او له هغو خواو نه په امتیاز غوښتنې پورې اړوندې وې چې له دې لارو یې سفر کاوه یا یې هم توکي او ځواک لېږداوه. طالبانو لومړی یو شمېر لارې او په تدریج سره ډېری داخلي مواصلاتي لارې ناامنه کړې او په واقعیت کې د لارو اداره یې په واک کې واخیستله. د اسلامي جمهوري په وروستیو کلونو کې، هېڅ ولایت او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې نه وه، خو په هېواد کې هېڅ اصلي لاره د یادې ډلې له ذره بین نه لیرې پاتې نه وه. د طالبانو ډلې خپل د غلو امارت پر لارو ټینګ کړی و. بهرنیانو، د افغانستان دولت، خصوصي برخې او د خلکو لږکیو ټولو په لارو کې طالب غلو ته امتیاز ورکاوه. په پای کې طالبان «بریالي» شول. خو دغه بریا نه د جګړې په ډګر کې، نه د اخلاقو په برخه کې او نه په سیاست کې رامنځته شوه، بلکې د هېواد د اقتصادي او مواصلاتي رګونو او د غلو په وړاندې د ملت د تسلیمۍ پایله وه. په ټولو هغو کلونو کې هېڅکله د طالبانو په ملاتړ د خلکو له منځ نه اعتراضي حرکت ونه لیدل شو. هېڅکله مو ونه لیدل چې د هېواد د جمعیت یوه ډله د طالبانو د بریا لپاره په سیاسي مذاهرو او اعتراضونو لاس پورې کړي. کله چې د اسلامي جمهوري دولت د تروریزم او د طالبانو د غلاو تر بار لاندې، د لارو د بندېدلو او د امریکا په سازش لمنځه ولاړ، بیا هم د خلکو غبرګون شکر ایستل او جشن نه و، بلکې په ټولو ځایونو کې وېره خپره وه. حتی پخپله طالبان حیران پاتې وو.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ونشوای کړای د غلاو او امتیاز غوښتنې مخه ونیسي او داسې اداره جوړه کړي چې لږترلږه لازم خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي او په پایله کې په هېواد کې د یادې ډلې حاکمیت تضمین کړي. بیاځلي هېواد په لوی پاټک بدل شوی دی چې په هغه کې کلیوالي تګ راتګ خوندي دی، خو سیمه ییزې لارې ناامنه شوي او د سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا، چین او د افغانستان ترڅنګ د هېوادونو تر منځ بازارونه او مواصلاتي لارې له ګواښ سره مخ شوي دي. طالبانو د برېښنا، توکو او دغه راز د افغانستان له لارې د سیمې د ځبرځواکو هېوادونو تر منځ سیاسي راکړو ورکړو حق العبور ته سترګې نیولي دي او نږدې له ټولو خواوو نه امتیاز اخلي. له ټولو نه امتیاز اخلي او ورته مهال هر لوری چې ډېر امتیاز ورکړي، د یوه یا څو هېوادونو پر وړاندې ورسره لاس یو کوي. په افغانستان کې یې ښځې او بېلابېل قومونه برمته نیولي او پلان لري هر غوټه چې د خلکو په لاس او پښو تړل شوې، په لوړو بیو وپلوري.
د طالبانو د لارې نیونې او د غلا له مهارت نه د امریکا ګټه اخیستنه
په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو بهرنیو خواوو سره د طالبانو له اړیکو نه بېلابېل تعبیرونه شوي دي. یو شمېر هغه د لوبغاړو تر منځ د تعادل په ساتنه کې د طالبانو د پخېدو نښه بللې ده. هغوی په دې باور دي چې طالبانو له تېر نه زده کړه کړې او اوس نه غواړي د سیمې او نړۍ د هېڅ ځبرځواک دښمني په غاړه واخلي، بلکې له چین، روسیې، ایران، پاکستان، امریکا، بریتانیا او نورو سره د اړیکې او تعامل په ساتلو هڅه کوي خپله د امارت کښتۍ د سیاست په توفاني اوبو کې خوندي وساتي. یو شمېر طالبان د امریکا د سیاسي- استخباراتي برمته نیونکو قراردادیان بولي او په دې باور دي چې د لومړي امارت سقوط تجربه او دا چې امریکا د افغانستان د دولت په ماتولو کې د دوحې د تړون له لارې رول ترسره کړ، ددې لامل شوی چې طالبان د خپل حاکمیت د پاېښت لپاره له امریکا سره همکارۍ ته غاړه کښېږدي.
هغوی وايي چې طالبان له امریکا نه منظم مالي ملاتړ ترلاسه کوي او له غیر طالباني ځواکونو نه یې د یاد هېواد او ملګرو یې ملاتړ اخیستی دی ترڅو د چین په لاس د هېواد د سقوط مانع شي، تروریستي ډلې نړۍوال اجنډا لرونکې په افغانستان کې بوختې ساتلي او د یادو ډلو د اصلي مهرو د کنترول او په ځپلو کې له امریکا سره همکاري کوي او دغه راز د افراطي او تروریستي ډلو په ذخیره خونو د افغانستان په تبدیلېدو چې د افغانستان له ګاونډیو دولتونو په تېره چین، منځنۍ آسیا او ایران سره دښمني لري، ددغو هېوادونو پر وړاندې د ودې مانع رامنځته کړي.
یو شمېر وايي چې پوځي ماتې چې په هغه کې اساسي قانون شتون درلود، دموکراتیک ارزښتونه تبلیغ کېدل او غیر استبدادي لیدلوری یې د هېواد سیاسي راتلونکي لپاره ترسیم کېده، د سیمې د هېوادونو له ډلې چین، روسیې او ایران د امریکا ناکامي او په سیمه کې سیاسي حاکم روال ته د افغانستان بېرته راتګ و چې په هغه دموکراسي، د خلکو رایه او ټولټاکنې سیاسي ناروغۍ بلل شوې وه او دولتونه د ولي فقیه، د دایمي ولسمشرانو، میراثي امیرانو او تک حزبي رژیمونو له لوري اداره کېدل. هغوی په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي خپلې اړیکې د سیمې له هېوادونو په تېره چین سره پراختیا ورکړي او په تدریج سره د امریکا له مالي، سیاسي او استخباراتي د نفوذ له لاندې نه بهر راووځي. د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تام ویست تازه څرګندونې ښيي چې له طالبانو سره د امریکا راکړه ورکړه به دوام وکړي. خو دا راکړه ورکړه لنډ مهاله او پرژوه يي ده. امریکا د طالبانو د لارې نیونې او غلو له ځانګړتیا نه باخبره ده او هڅه کوي په سیمه کې له هغو نه د خپلو ګټو د ساتنې لپاره ګټه واخلي. غله او پاټک لرونکي دایمي دوست او دښمن نه لري او هرکله چې یو دولت او یا یو شرکت د توکو د لېږد د اجازې په بدل کې لازم امتیازونه ورکړي، د توکو امنیت یې تضمین کیږي او کېدای شي د دواړو خواوو ترمنځ ډېره «صمیمي» اړیکه رامنځته شي. دغه اړیکه د خونړیو راکړو ورکړو لامل هم کیږي. په واقعیت کې غله حاضر دي د زیات امتیار په بدل کې، په ګمارنې لاس پورې کړي او د سیال د مالونو په اخازیو، د سیال د کاروانونو نه مخنیوی او حتی د سیالانو په برمته کولو او وژلو کې سهم واخلي.
کومه مرکه چې بي بي سي له تام ویست نه خپره کړې ده، له طالبانو نه په تعریف کولو پیلېږي. په هغه مرکه کې د امریکا استازی وايي چې طالبان د داعش په ځپلو کې بریالي دي او د افغانستان پر خلکو تروریستي بریدونه یې کنترول کړي دي. خو آیا امریکا د افغانستان پر خلکو د ځانمرګو بریدونو د کموالي له امله، هغه دوه میلیارده علني ډالره او نور نا اعلان شوې مرستې طالبانو ته ورکړي دي؟ د تام ویست د خبرو له دوام او هغه پیغام چې پرون د اګست په څلورمه یې په ټوېټر کې خپور کړی، مالومېږي چې امریکا حاضره نده د د افغانستان دننه د امنیتي، سیاسي او اقتصادي چاپیریال د بدلون لپاره، یو بل ډول اړیکه له طالبانو سره جوړه کړي. ښاغلي ویست په خپل ټوېټ کې ویلي دي د طالبانو په پالیسیو کې بدلون «د افغانانو د غوښتنو په پایله کې ده، نه د بهرنیانو غوښتنې» سره له دې چې ښاغلي تام ویست په ظاهره د اړیکې د ساتلو لپاره د بشر حقونو، د ښځو زده کړو او د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته اشاره کړې، خو د پیغام اصلي ټکی یې دادی چې د امریکا او طالبانو اړیکه امنیتي او استخباراتي ده او د بشر د حقونو، پوهنې، آزادیو او دولت دارۍ په برخه کې د یادې ډلې د پالیسۍ بدلون د بهرنیانو په غوښتنه نه ترسره کېږي، بلکې دغو حقونو ته د رسېدلو لپاره باید پخپله افغانان هڅې وکړي.
ولې بهرنیان مسوول دي؟
د طالبانو د بشري ضد له سیاستونو سره مبارزه پخپله د افغانانو ماموریت دی. د تام ویست د خبرو دغه برخه سمه ده چې د بهرنیانو په تمه باید پاتې نشو. تېرې تجرې هم ثابته کړې ده چې د داخلي بدلون نه پرته، بهرني ملاتړي د بنسټیز بدلون لامل نه کېږي. خو هېوادونه او انساني ټولنې په جلا جزایرو او له یوبل سره په نه اړیکو ژوند نشي کولای ددې خبرې په کړلو چې د پالیسۍ بدلون داخلي هڅه او غوښتنه ده، له بهرني لاملونو باید تمه کمه کړو. مونږ په هغه نړۍ کې ژوند کوو چې د لویو ځبرځواکو هېوادونو پانګه او سیاسي نفوذ د دولت- ملت د نه په نظر کې نیولو پرته عمل کوي. دا چې اوسمهال د امریکا ډالرو د نړۍ بازار تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی، ژبه او فرهنګ یې د فرهنګونو، اقتصادونو او د ملګرو ملتونو سیاستونو کې ریښه ځغلولې ده او لکه څنګه چې د یاد هېواد پوځ هر ځای چې لازمه وي ځواک لېږي او بې پیلوټه الوتکو یې د نړۍ په ډېری سیمو له ډلې د افغانستان په آسمان کې راڅرخي، اطلاعات راټولوي او انسان وژني، په هماغه کچه د امریکا دولت په ظلمونو او حق وژنو کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تېره د خپل تر نفوذ لاندې سیمو کې یې ترسره کېږي، مسوول دی.
د افغانستان د خلکو غوسه، د طالبانو د ظلم په مخنیوي کې د امریکا د نه همکارۍ له امله، پر حقه ده. سمه ده چې خلک لازم ابزار د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو یې د طالب د برمته نیونې او غلاو د مخنیوي په واک کې نه لري او د مقالو له لیکو، اعتراض او ویناو پرته بل څه یې له لاسه نه کیږي، خو د افغانانو دغه بې وسي د اوسني وضعیت په رامنځته کولو کې د امریکا له مسوولیت نه کموي. څنګه هغه دولت چې د افغانستان د حکومت د تسلیمي تړون یې یوې تروریستي ډلې ته د خلکو د استازو په نشتون کې په دوحه کې لاسلیکوي او د یادې ډلې واک نیونې ته آسانتیاوې رامنځته کوي، تمه لري د یاد پرېکړه لیک قربانیان، طالبان د پالیسۍ بدلون ته اړ کړي؟ څنګه کله چې تام ویست له طالبانو سره د خپل د دولت په مالي مرستو اعتراف کړی او وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر لاندې د برمته نیونې هېواد ته یې دوه میلیارده ډالر لېږلي دي، تمه لري چې د یادې خاورې وږي او ظلم لیدونکي خلک د طالبانو د بشري ضد د سیاستونو مانع شي؟ کله چې امریکا له هغو ټولو امکاناتو او واک چې لري یې له طالبانو سره مخالفت او د یادې ډلې پر وړاندې درېدل د خپل ځان په ګټه نه بولي، څنګه تمه لري په افغانستان روان بشري ضد سیاستونه د خلکو د غوښتنو په پایله کې بدلون ومومي، له ډلې یې ښوونځي پرانېستل شي، غیرطالباني قوانین او مقررې پلي شي او دغه ډله د مخالفینو له وهل ټکولو او ځورونې لاس واخلي؟
د طالبانو د ټوپک میلې د امریکا د ډالرو له ځواک نه تودې دي، د یادې ډلې وهل ټکول د ایران او پاکستان له ځواک نه اوبه څښي او شک نشته چې یوازې په لفظي ډول د امریکا د نه ملاتړ له اعلان سره، د طالبان ملا ماته نشي. که یوه ورځ هم امریکا له طالبانو نه ملاتړ ونکړي او اعلان وکړي چې د افغانستان خلک هر ډول یې چې غوښتي وي او په هر وسیلې او اړیکې چې په واک کې یې لري کولای شي د خپلې ډوډۍ او آزادۍ نه دغه دیو لیري کړي، هغه مهال به په هېواد کې سیاسي معادله بدلون وکړي.
هره د غلا پرېکړه لیک ماتېدونکې او نا پاېښت لرونکې ده. یوه ورځ د طالبانو د غلاو د امتیاز غوښتنې نه د لوبغاړو حوصله پای ته رسیږي او په نږدې راتلونکي کې د طالب ډله د زیاتو امتیازونو د اخیستلو لپاره له یوې ډلې نه مخ اړوي او بلې ډلې سره یو ځای کېږي.
له طالبانو سره د ایران او پاکستان د ورځ تر بلې نارضایتي، د هغه څه په اړه کیسه کوي چې پر افغانستان د حاکم پاټکي قراردادیان یې همدا شېبه د امریکا د ډالرو د کڅوړو په لیدلو خپلو سیمه ییزو ملاتړو ته پاملرنه نه کوي. دغه پېښه له پیل نه د وړاندوینې وړ وه. د تهران او اسلام آباد حاکمانو تمه درلوده چې د امریکا په تللو، د طالبانو چارو سمبالول به په بشپړ ډول د یادې ډلې د سیمې د ولي نعمتاتو په واک کې لوېږي؛ خو نړۍ د پیسو او لویو ځبرځواکو په وړاندې دومره کوچنۍ شوې ده چې سیمه ییز لوبغاړي لکه ایران او پاکستان چې د خپلو داخلي چارو په مدیریت کې پاتې راغلي دي، سیمه ییز او انحصاري یوازیتوب رامنځته کړي. د طالب د سیمه ییزو ملاتړ کوونکو وېره د خپلو ولي نعمتانو پر مخ د طالبانو د خنجر ایستل، واقعیت لري. یاد خنجر رایستل به معادلې ته بدلون ورکړي خو داچې په افغانستان کې به داسې ځواک شتون ولري ترڅو په تازه معادله کې د افغانستان د خلکو له انساني او برحقه غوښتنو، له ډلې، پوهنې، آزادۍ او کار استازیتوب وکړي، روښانه نه ده. آیا پرمختګ غوښتونکي د هغې ورځې لپاره چمتوالی نیسي؟