۸صبح، کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس پر مټ له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي.
ایوډېس چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.
هغې ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې ترټولو زیانمن هېواد دی.
د ویلو ده چې افغانستان د سياسي او اقتصادي ناورین تر څنګ د اقليمي بدلون له ناورین سره هم مخ دى.
د ځمکې لاندې اوبو کموالی، ویجاړونکي سېلابونه، د تودوخې لوړوالی، د ورښت کموالی، بې وخته بارانونه او د هوا د رطوبت بدلون په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نښې بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له کبله ننګونو سره مخ دي او ۱۶ سلنه یې د سېلابونو تر زیانمنتیا لاندې دي.
د نوموړي بنسټ په خبره، په دغه هېواد کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.