په ۱۴۰۰ هجري کال کې ملګرو ملتونو د مارچ ۱۵مه) د کب ۲۵مه) له اسلامه د کرکې «اسلاموفوبیا» پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. د دغه پريکړه ليک پر بنسټ، د مسلمانانو پر ضد هر ډول کرکجنې څرګندونې منعه شوې دي. اوس چې د دغه پريکړه ليک له تصويبه دوه کاله تېرېږي، ملګرو ملتونو يو ځل بيا په دې ورځ چې له اسلامه د وېرې پر وړاندې د مبارزې لپاره ټاکل شوې، غونډه وکړه او له اسلامه د کرکې پر وړاندې د مبارزې د اقداماتو لپاره یې له کومې مخالفې رایې پرته، په ۱۱۵ موافقو او ۴۴ ممتنعو رایو سره یو پرېکړه لیک تصويب کړ. دغه پرېکړه ليک د اسلامي همکاريو د سازمان په وړانديز د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې شو او بالاخره تصويب شو. دا هڅې له هغه څه سره د مقابلې لپاره ترسره کیږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې او د هغوی پر وړاندې د نابرابرۍ بهیر بلل کیږي. څرګنده نه ده چې دا هڅې به تر کومه بریده په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د اعتقادي نظام او دیني شعایرو له امله د هغوی پر ضد له تعصبه ډکې څرګندونې او تبعیض کم کړي. له دې سره سره لازمه ده، چې له دې فرصته په استفادې د هغو لاملونو او عواملو جاج واخلو چې د مسلمانانو پر وړاندې د نورو دښمنۍ ته لمن وهي او د دغه بهیر د رامنځته کېدو لوی لاملونه بیان کړو.
«اسلام فوبیا» په عمومي ډول له مسلمانانو وېرې او د هغوی پر وړاندې تبعیض ته ویل کیږي، په ځانګړې توګه کله چې پر اسلام یا مسلمانانو د ترهګرۍ په څېر ټاپي وهل کیږي. د «اسلام فوبیا» دغه وړاندې شوي تعریف ته په پام سره، په یقین سره ویلای شو چې د مسلمانانو پر وړاندې کرکې او تعصب ته د لمن وهلو یو اصلي عامل هغه تصویر دی چې ځینې افراطیان په خپلو کارونو سره د نړۍ په کچه له اسلامه وړاندې کوي. د طالبانو، القاعدې، داعش او بوکو حرام په څېر ډلو کړنې کله ناکله د اسلام او مسلمانان په تړاو د نورو د ناسم قضاوت لامل کیږي او په ټوله نړۍ کې له اسلامه کرکجن چلند ته زمینه برابروي. د مک لوهان په وینا، نننۍ نړۍ د ارتباطي او ټیکنالوژیکو تحولاتو له امله په یوه کوچني کلي بدله شوې او له همدې امله هره پېښه چې د دې پراخې نړۍ په یوه ګوټ کې پیښیږي، خبر یې په چټکۍ سره د نړۍ نورو برخو ته رسیږي. څرنګه چې د طالبانو او داعش په څېر ډلو کړنې نننۍ نړۍ ته عجیبې او غریبې ښکاري، نو په اسانۍ سره انعکاس مومي او د نړۍ د اوسېدونکو پام ځانته را اړوي. دا سمه ده چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو شمېر شاوخوا یو نیم ملیارد تنو ته رسېږي او افراطي ډلې د دغو یو نیم ملیارد خلکو استازیتوب نه شي کولای او یوازې یو کوچنی اقلیت دی، خو د دغو ډلو د کړنو شور او ځوږ له پرګنو د شننې ځواک اخلي او د نړۍ ځينی خلک دې تصور ته رسوي چې د مسلمانانو دین له تاوتریخوالي او افراطیت سره تړلی دی. که په پام کې وي، چې په ټوله نړۍ کې له اسلامه د کرکې اقدامات کم شي او مسلمانان په سرلوړۍ او د کوم خطر او اندېښنې له احساسولو پرته خپل مومنانه ژوند ته دوام ورکړي، نو تر ټولو مهم اقدام چې باید ترسره شي، له هغو تاوتریخجنو او سخت دریځو افکارو او ایډیالوژیو سره مقابله ده، چې د اسلام په نوم د افراطي ډلو له خوا خپرېږي. بې له شکه د مسلمانانو په منځ کې د مذهبي افراطي ډلو په لمنځه تللو او یا لږ تر لږه د هغوی د فعالیتونو په کمېدو سره به په نړۍ کې له اسلامه د کرکې اقدامات هم کم شي.
ځینې شنونکي په پرلپسې ډول دا خبره تکراروي چې د ځینو بنسټونو او رسنیو له خوا د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې او تعصب ریښه په دې کې ده چې مسلمانان د لوېدیځو قدرتونو په ګډون د سترو قدرتونو لپاره یو جدي ګواښ دی او له همدې امله د نړۍ قدرتونه د مسلمانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او هڅه کوي چې کمزوري یې وساتي او وزرونه یې وربیاتي کړي. په دې لړ کې د دغو شنونکو له ډلې ځینې ادعا کوي چې د سره خطر (شوروي اتحاد) په ړنګیدو سره اوس شنه خطر (اسلامي نړۍ) د هغه ځای نیولی او لوېدیځ قدرتونه څومره چې پر سره خطر په ګوازونو کې جدي وو، همدومره د شنه خطر ته هم د زیان رسولو هڅه هم کوي او تل په دې هڅه کې دي چې مسلمانان کمزوري او ضعیف وساتي، او په دې برخه کې یې یوه هڅه دا ده، چې په خپلو رسنیو کې د مسلمانانو ناوړه او بد تصویر وړاندې کړي.
لږترلږه دا تحلیل له دوو اړخونو نیمګړی دی. يو دا چې د دې تحليل له مخې اسلامي نړۍ او مسلمانان يو واحد وجود لري او يوه متحده کتله ده. دا په داسې حال کې ده چې مسلمانان د ګڼو ایډیالوژیو او سیاسي نظامونو تابع دي او دا هېڅکله ممکنه نه ده چې ټول سره یو ځای شي او په ټولو باندې عمومي حکم صادر کړای شي. دویم دا چې خواشینوونکی واقعیت دا دی، چې د مسلمانانو ځواک هېڅکله د شوروي اتحاد له ځواک سره پرتله کېدای نشي. هالنډي پروفیسور فرید هالیډي یو ځل ویلي وو، چې مسلمانان هېڅکله د لوېدیځ لپاره ننګونه نه ده، ځکه چې د لوېدیځ د ننګولو توان نه لري. شوروي اتحاد هم له کلتوري، هم له سياسي او هم له نظامي پلوه دا توان درلود چې لوېدیځ له سترو ننګونو سره مخ کړي، په داسې حال کې چې مسلمانان لا تر اوسه په يو ډول په استعماري حالت کې دي او ان خپلې تر ټولو لومړنۍ اړتياوې له لوېدیځو هېوادونو واردوي. شوروي اتحاد په کافي اندازه اټومي وسلې لرلې چې د هغو په مټ یې کولای شوی، نړۍ دېرش ځلي ورانه کړي، په داسې حال کې چې اسلامي هیوادونه له دې اړخه څه نه لري. د نړۍ د وږو خلکو ډېره برخه مسلمانان دي او فساد، انحطاط او سقوط هغه حکومتونه ګواښي چې په اسلامي هېوادونو کې واکمن دی. دا ډول لوی نفوس هېڅکله د نورو لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي، بلکې د نړۍ د اوږو بار ګڼل کیږي.
کله چې د اسلام پر وړاندې د کرکې د مسألې او دې مسألې ته په لمن وهلو کې د بنسټپالو ډلو د رول په اړه خبرې کیږي، باید هېر نه کړو چې د شلمې پیړۍ په پای کې د دغو ډلو په پیاوړي کولو او د شوروي اتحاد پر وړاندې د هغو په کارولو کې لوېدیځو قدرتونو په ځانګړې توګه متحده ایالتونو مهم رول درلود. دا مسأله داسې کومه موضوع نه ده چې د خلکو له سترګو پټه وي، بلکې د دغو هېودونو اغېزناکو سیاستوالو هم په بېلابېلو مواردو کې دا خبره منلې ده. د خندا وړ خبره دا ده، چې دغه ډلې په خپلو شعارونو کې ځانونه د لوېديځ لومړۍ درجه دښمنان ګڼي او تل د لوېديځ تمدن پر ضد خبرې کوي، خو په عمل کې د تاريخ په حساسو پړاوونو کې او کله چې د لوېديځو قدرتونو جيو پوليټيکو ګټو اقتصا کړې، همدغه سخت درېځې ډلې د لوېدیځ متحدې شوې دي او د لوېدیځو حکومتو د سټراټېژۍ پر بنسټ یې حرکت کړی دی. په (۲۰۲۰) کال کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې په لاسلیک کېدو او واک ته د طالبانو په راستنېدو سره اوس د حالاتو ډېری څارونکو ته څرګنده شوې چې طالبانو اوس دا منلې، چې په سیمه کې د امریکا د جیوپولیټکې لوبې یوه مهره وي او له هغو سرو کرښو وانوړي چې امریکا ورته ترسیم کړي دي. کله چې د امریکا د مصالحو او ګټو اقتضا وي، ان د طالبانو په ګډون له سخت دریځو اسلامپالو ډلو سره تړونونه او معاملې کوي. د سياسي رياليزم له مخې، د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له شيطان سره هم اتحاد اېتلاف جایز دی.
د هغو شنونکو د تحلیل اپوټه چې د مسلمانانو ځواک او قوت په نړۍ کې له اسلامه د کرکې د څپې د رامځته کېدو یو لامل ګڼي، تریخ واقعیت دا دی چې د اسلامي نړۍ په حکومتونو کې شته کمزورتیا او ناتواني د دې لامل شوی دی چې د اسلام او مسلمانانو دښمنان په زړورتیا عمل وکړي او په آزاده توګه د مسلمانانو پر وړاندې کرکه پاروونکي اقدامات ترسره کړي. که اسلامي هېوادونو له سیاسي، پوځي، اقتصادي او کلتوري اړخه کافي ځواک لرلای، نو نظرونه به یې خامخا د نړۍ په کچه په نړیوالو فورمونو او اغېزناکو بنسټونو کې اورېدل کېدل او په دې صورت کې به یې په هغه هېواد کې له اسلامه د کرکې مخنیوی په قانوني توګه کاوه چې دا کار پکې کیږي. همدا اوس یهودیان توانیدلي چې د معقولو او قانوني کړنلارو په کارولو سره د ډېرو داسې چلندونو مخه ونیسي چې په نړۍ کې د یهودانو د ضدیت بوی ترې راځي. د نړۍ هیوادونه هم د یهودانو خبرو ته غوږ نیسي، ځکه چې یهودیان پر دې توانیدلي دي چې له هره اړخه ځانونه پیاوړي او اغېزناک کړي. په نننۍ کړکېچنې نړۍ کې څوک د کمزورې غږ ته غوږ نه نیسي. همدا اوس په ډېرو مواردو کې حق د ځواک او وړتیا مترادف دی.
د اسلام پر وړاندې د کرکجنو چلندونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو بنسټونو له خوا د پریکړه لیکونو تصویب اړین دی او کولای شي د «اسلاموفوبیا» ښکارنده تر یوه بریده کنټرول کړي. له دې سره سره، هغه څه چې مهم دي پر هغو عواملو غور دی چې له اسلامه کرکې ته لمن وهي. د مسلمانانو په منځ کې بېلابېل بنسټونه باید لاسونه سره یو کړي او د اسلام هغه تعبیر چې تاوتریخوالي او افراطیت ته وده ورکوي او د اسلام او مسلمانانو ځورونکی او منفي تصویر وړاندې کوي، څنډې ته کړي او پرځای یې داسې انګېرنو ته فرصت ورکړي چې د اسلام انسانپاله او له زغمه ډکه څېره نندارې ته وړاندې کړي. د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض او تعصب د کمولو لپاره چې په نړۍ کې هر څومره سخت قوانین تصویب شي، د ستاینې وړ او ګټور کار دی. په هر حال د کیسې اصلي ټکی دا دی چې اسلامي هیوادونه باید په ملي او نړیواله کچه د وړتیا او ظرفیت هغه کچې ته ورسیږي چې نور خپلو افکارو او نظرویو ته پام کولو ته اړ کړي. اسلام د پیروانو له اړخه په نړۍ کې دویم دین دی. ویل کیږي، چې اوس په ټوله نړۍ کې یو نیم ملیارد انسانان د اسلام پیروان دي. ایا د مسلمانانو رول په ټوله نړۍ کې د دوی له پراخ نفوس سره متناسب دی؟ د دې پوښتنې ځواب یقینا منفي دی.