۸صبح، پروان: د پروان ولايتي روغتون يو شمېر ډاکټرانو ادعا کړې چې د روان کال د فبرورۍ مياشتې معاشونه يې د افغان کورنيو د پاملرنې (کف) موسسې له لوري ٤٠ سلنه کم ورکړل شوي دي.
دوی چې د خپلو نومونو له څرګندولو ډډه کوي، یکشنبه د کب پر ۲۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې له يوه کال راپدېخوا د پروان ولايتي روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه د طالبانو د عامې روغتیا ریاست تر نظر لاندې د «کف» موسسې له لوري ورکول کېږي.
د ډاکټرانو په وینا، د کف موسسې یو کلن تړون بشپړ شوی او دې ادارې د پروان ولایتي روغتون د ځینو ډاکټرانو شاوخوا ۴۰ سلنه معاشونه له ځانه سره وړي دي.
ورته مهال، د افغان کورنيو د پاملرنې موسسې «کف» مسوولان دا ادعا ردوي او وايي چې د پروان د ولايتي روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه يې په بشپړ ډول ورکړي دي.
دغې موسسې د ۸صبح ورځپاڼې د پیغام په ځواب کې وویل: «ممکن مغرضو کسانو ناسم معلومات شریک کړي وي. یوازې د دفتر د مدیریت معاشونه چې د ادارې په داخلي مدیریت پورې اړه لري، نه دي ورکړل شوي چې د د ادارې د داخلي طرزالعمل له بشپړېدو وروسته به ورکړل شي.
د ویلو ده چې د طالبانو بياځل واک ته رسېدو او د نړۍوالو مالي مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتيايي سيسټم د پرځېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.