د ۷ هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې پر وضعیت خبرې وکړې

د واګنر د خصوصي امنیتي شرکت د مشر یوګیني پریګوژین او د روسیې د پوځ تر منځ له کړکېچ وروسته د اروپايي ټولنې چارواکو د روسیې په اړه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول جوزپ بوریل د شنبې په شپه (د جون په ۲۴مه) په یوه ټویټ کې دا اعلان وکړ.
د بوریل په وینا، د ۷ بډایه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په روسیه کې د وروستیو بدلونونو په اړه په آنلاین ډول خبرې وکړې.
هغه یادونه وکړه:«د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا د دوشنبې ورځې د غونډې دمخه، ما په ټولنه کې د همغږۍ او بحران د غبرګون مرکز فعال کړی دی.»
دغه اروپايي چارواکي ټینګار کړی چې له اوکراین سره د دوی ملاتړ دوام لري.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر په روسیه کې د وضعیت په اړه د اوو بډایه هیوادونو چارواکو د خبرو په اړه پداسې حال کې خبر ورکړی، چې دا هیواد د جون په ۲۴ مه د شنبې په ورځ د واګنر ډلې او د روسیې د پوځ ترمنځ د پوځي کړکیچ شاهد و.
د واګنر جنګیالیو پرون وکولای شول چې د مسکو خواته ۲۰۰ کیلومتره وړاندې پرمختګ وکړي، خو دغه کړکېچ د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له مداخلې وروسته پای ته ورسېد.
د شوي تړون له مخې، پریګوژین د روستوف ښار پریښود او بیلاروس ته لاړ، او په بدل کې، مسکو د واګنر ډلې د جنګیالیو له تعقیب څخه لاس واخیست.