۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په جلاوطنۍ کې مړ شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې عبدالجبار ثابت پنجشنبه د سلواغې پر شپږمه د پاکستان د پېښور ښار په یوه روغتون ساه ورکړې ده.
د ښاغلی ثابت د کورنۍ غړو هم د ده مړینه تایید کړې ده.
عبدالجبار ثابت د حامد کرزي د حکومت پرمهال د افغانستان لوی څارنوال و.
د ویلو ده، چې ښاغلي ثابت د ماسټرۍ تر کچې په امریکا کې زدهکړې کړې وې. له نوموړي لس لیکل شوي اثار پاتې دي.