کابو دوې میاشتې کېږي چې افغان نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې دي. طالبانو په تېرو دېرشو کلونو کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د ټولنې د دغې پرګنې د زده کړو حق ترې اخیستی دی. په اوسني وخت، دوي په نویمه زېږدیزه لسیزه کې د تېر ځل په شان، د امنیتي او لوجستیکي محدودیتونو په پلمه د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه جوړ کړي چې له هېڅ پلوه او د هېچا لپاره د منلو وړ نه دي.
که څه هم طالبانو په رسمي توګه د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه دی اعلان کړی، خو په عمل کې ښيي چې له اعتقادي او سیاسي پلوه د نجونو له زده کړو سره په تېره بیا له منځنۍ دورې پورته ستونزه لري. خو واقعیت دا دی چې په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې د نجونو پرمخ ښوونځي نه دي تړلي. آن د فارس خلیج په ډېرو محافظه کارو هېوادونو کې چې ښځې د اندونیزیا او پاکستان په شان نورو اسلامي هېوادونو په پرتله لږ حقوق لري، نجونې د پوهنتون تر کچې خپلو زده کړو ته دوام ورکولای شي. اوسمهال فضا ته د متحده عربي اماراتو د فضايي بېړۍ د لېږلو د پروژې مسوولیت، د متحده عربي اماراتو د فضايي سازمان رییسه او د تشیال ماموریت د رییس د مرستیالې ساره الامیري پرغاړه دی چې په ماشومتوب کې یې فضا ته د تلو هیله لرله.
بې له شکه، امنیت په هر هېواد کې د سالمو او تلپاتې زده کړو اصلي شرط دی، خو په اوسنیو حالاتو کې د امنیت په پلمه د نجونو د امنیت مخه نشي نیول کېدای. که ښوونځي ته د هلکانو د تلو لپاره امنیتي شرایط برابر دي، نو نجونې هم ښوونځیو ته د تلو لپاره ستونزه نه لري. طالبانو تل خپله یوه لاس ته راوړنه د هېواد د امنیت ټینګښت اعلان کړی، خو ولې کله چې د نجونو د زده کړو موضوع رامنځته کېږي، امنیتي وضعیت د نجونو د زده کړو لپاره مساعد نه بولي؟ دوی آن هغو ښوونځیو ته هم د فعالیت اجازه نه ورکوي چې ټولې ښوونکې او کارکوونکې یې ښځې دي.
طالبان چې له شل کلنې وسله والې مبارزې وروسته یې حکومت ترلاسه کړی او اوس غواړي له نړۍ سره خپلې اړیکې عادي کړي، نه شي کولاي د نجونو د زده کړو په وړاندې ګونګ او توپیري سیاست غوره کړي؛ ځکه له نړۍ سره د اړیکو عادي کول نړیوالو پېژندل شویو اصولو او اساسي انساني حقونو، لکه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او کار په شان حق ته په ژمنتیا درېدل دي چې هېڅوک یې په اړه بې پامي نه شي کولای.
واقعیت دا دی چې افغانستان او نړۍ به د نجونو په زده کړو سره امن، سوکاله او انساني وي. ټول معتبر بنسټونه لکه یونیسف او نړیوال بانګ ښيي چې د ښوونځي او پوهنتون زده کړې نه یوازې د نجونو د ژوندانه د وضعیت، بلکې د ټولنې په سوکالۍ کې اساسي رول لوبوي. نړیوال معتبر تحقیقات جوتوي چې د نجونو زده کړه د افغانستان په شان بې وزله دولتونو لپاره د بې وزلۍ د کمولو یو مهم اوزار دی او ورسره مرسته کوي چې د غوره، نوښتګر او سالم کاري ځواک لرونکی وي.
په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان تجربې هم ښودلې چې د افغانانو ګڼ میشته کورنۍ د ښځو او نارینه وو د کار او معاش په تکیې سره د بې وزلۍ له حالته بهر کېدای شي. د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په مخنیوي کې د طالبانو تصمیم د افغانانو ستونزې او کړاوونه زیاتوي؛ په تېره بیا د هغو مېرمنو کورنۍ چې د اړتیاوو برابرونکې دي تر ټولو زیات له محرومیت او بې وزلۍ سره مخ کېږي.
بې وزله ښارونه د افغانستان لپاره امن ښارونه نه دي او وږی افغانستان د نړۍ لپاره امن ځای نه دی. د اسلامي هېوادونو په ګډون د افغانستان او نړۍ هېڅ وګړی د هغو سیاستونو په وړاندې چې افغانستان او نړۍ لا بې وزله او وروسته پاتې کوي بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
طالبان تمه لري چې د نړۍ هېوادونه د دوی خبرو ته غوږ کېږدي او په دغو سختو شرایطو کې د همکارۍ لاس ورکړي. دوی د همدې لپاره آن له امریکايانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړل. که طالبان د نړۍ د دولتونو په وړاندې د خبرو د عملي اقدام د ښکارولو په لټه کې وي، په کورنۍ تګلاره کې دې هم له زیانمنوونکي او د واقعیتونو پرخلاف سیاستونو دې ډډه وکړي. د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل او د دوی د زده کړو د دوام په وړاندې خنډونه جوړول په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي او بې له شکه، د افغانستان پر پرمختګ او سوکالۍ ورانوونکی اغېز لري. د افغانستان پرمختګ، نېکمرغي او سوکالي په وړ او تحصیل کرده دولت او وګړو پورې اړه لري چې له بده مرغه د طالبانو له خوا د زده کړو او کار په وړاندې توپیري سیاست د تل لپاره له افغانستانه دا فرصت اخلي.