د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو (اووه ډلې) د بهرنیو چارو وزیرانو له اوکراین سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
دوی شنبه، د فبرورۍ پر ۱۷مه په یوې ګډه اعلامیه کې له ایران څخه غوښتي چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره پوځي مرستې ودروي.
د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان په ګډون د اووه ډلې هېوادونو له ټولو هیوادونو غوښتي چې د ایران د هغو بېپیلوټه الوتکو د اکمالاتو چې د روسیې د جنګي اقداماتو د ملاتړ لپاره دي، مخنیوی وکړي.
د اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر اوکراین د روسیې برید «د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو ښکاره سرغړونه» بللې او د دغه هېواد د «ازادۍ، حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا» څخه د دفاع په برخه کې یې پر دوامده ملاتړ ټینګار کړی دی.
د اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له شمالي کوریا څخه روسیې ته د وسلو لېږد په کلکه غندلي دي.
دوی په خپلې ګډې اعلامیې کې اټمي وسلو ته د ایران لاسرسی او د یمن حوثیانو ته د تهران له لوري د وسلو د لېږد دوام، د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پرېکړهلیک څخه سرغړونه او په سیمه کې د خطرناک کړکېچ زیاتېدل بللي دي.