د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د اټومي انرژۍ د اژانس د مشر رافیل ماریانو ګروسي د راتلونکي دوه ورځني سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۴ یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی ګروسي به د همدې میاشتې پر ۱۵ او ۱۶ په پاکستان کې وي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په لړ کې به د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس مشر او د پاکستان د حکومت مشرتابه د ټولنيزو او اقتصادي موخو لپاره له اټومي ټکنالوژۍ څخه د سولهييزې ګټې اخیستنې په برخو کې د همکارۍ د پياوړتيا لارې چارې ولټوي.
ویل کیږي چې رافیل ماریانو گروسي به د روغتیا، د بریښنا تولید صنعت او کرنې په برخو کې د اټومي ټکنالوژۍ کارولو عملي برخو څخه لیدنه وکړي.
پاکستان له ۱۹۵۷ کال راهیسې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس بنسټ ایښودونکی غړی دی او د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو اوږد تاریخ لري.