۸صبح، کابل: متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا محمد یعقوب له سفر وروسته اوس دغه وزارت ویلي، چې نوموړي د متحده عربي اماراتو له امیر سره لیدنه او خبرېاترې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت دوشنبه د لیندۍ پر څوارلسمه نېټه د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د اړیکو پر ټینګښت، دوو اړخیزو همکاریو او نورو موضوعګانو په اړه خبرېاترې کړې دي.
ویل کېږي چې دفاعي همکارۍ، د افغانستان د هواي ډګرونو د مدیریت اړوند مسایل او د طالبانو رسمیت پېژندل د دواړو لوریو د خبرواترو چورلیز و.
ملا یعقوب دوې ورځې مخکې له انس حقاني او د طالبانو له نورو لوړپوړو کسانو سره ابوظبي ته ولاړ.