طالبانو په کندز کې د مخکیني حکومت په پوځ کې د جومات امام وواژه

۸صبح، کندز: کندز کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د پوځ د کنډک د یوه مخکیني امام د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو په مخکیني حکومت کې د کندز د یوه کنډک مخکینی امام قاري سید عبدالهادي شنبه د لیندۍ پر ۱۲ د شپې ۳:۰۰ بجې د کندز ښار په اړوند سیمو کې له خپل کوره ایستلی او وژلی یې دی.
د عبدالهادي یو خپلوان د طالبانو له خوا د هغه وژل کېدل تاییدوي؛ خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د مخکینیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او ان وژلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.