په افغانستان کې د بشر د حقونو وضعیت د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو په یوه بنسټیز بحث اوښتی دی. طالبانو د تېرو ۱۹ میاشتو په لړ کې په هېواد کې په بې ساري ډول د بشر حقونه نقض کړي دي. دغې ډلې په هر ډول مدني ازادیو او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی دی. طالبانو پر هېواد د بیا ځلې واک ته تر رسېدو بیا تر دا مهاله د ښځو پر ضد ۲۰ فرمانونه صادر کړي دي چې په افغانستان کې یې د ښځو سیاسي او ټولنیز حضور پیکه او منع کړی دی. تازه مورد کې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، د حقونو د شورا د دوه پنځوسمې غونډې لپاره خپل کلنی راپور چمتو کړی دی. دغه راپور چې د ۲۰۲۲ کال د جولای او ډسمبر میاشتو تر منځ د بشري حقونو د نقض په اړه دی، په افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت ناوړه او ناورین بللی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا شپږ میلیونه وګړي بې کوره شوي دي او دغه راز مذهبي توکمونه او قومي ډلې له تبعیض او سیستماتیک حذف سره مخ دي.
ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت، په افغانستان کې د بشر د حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور، د بشر د حقونو د شورا په کلنۍ ناسته کې وړاندې کړي. د بنت په وینا، دغه راپور د سترګو د لیدلي حال او د هغو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې افغانستان ته د نوموړي د دوهم سفر په لړ کې یې هغو ته لاسرسی موندلی دی. د دغه راپور پر بنسټ، کابل ته له سفر وروسته ښاغلي بنت د بشر د حقونو له ملاتړو، مدني ټولنو بنسټونو او نور همکار ګروپونو سره لیدلي او د معتبرو سرچینو له لوري په تېره د ملګرو ملتونو د سازمان د بنسټونو، فکري خونو، علمي بنسټونو، ښوونکو او د غیر دولتي موسسو خپاره شوي راپورونه مرور کړي او د دغه راپور په اړه یې له هغوی سره خبرې کړي دي او د ترلاسه شویو مالوماتو د تصدیق لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د بشر د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت یو ناورین بللی دی او ویلي یې دي: «د لومړي راپور له وړاندې کولو نه تر دا مهاله، په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین ورځ تر بلې پراختیا موندلې ده. د ښځو او نجونو د بشر د حقونو د سیستماتیک نقض له پخوا نه هم په بد وضعیت کې دی. بنسټیزې ازادۍ، د ټولنو او سوله ییزو لاریونونو په ګډون، د بیان ازادۍ او د ژوند حق او دغه راز د بد چلند پر وړاندې ساتنه د هرې ورځې په تېرېدو تر پښو لاندې کېږي.»
د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل راپور کې د طالبانو له لوري د سختو وهل ټکولو نه هم یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې دغه ډله د روان میلادي کال په لړ کې «۱ حد او ۲ قصاصه» ترسره کړي دي چې د نوموړي په خبره، د هغوی د ۹۰ لسیزې د سیاستونو په بیا ژوندي کولو دلالت کوي.
په افغانستان کې د ښځو وضعیت
ریچارد بنت په دغه راپور کې ویلي دي په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض، په نړۍ کې د بشري حقونو د نقض په برخه کې بې ساري دی. نوموړي په خپل راپور کې ویلي دي: «له لومړنۍ کچې نه بره د ښځو او نجونو په زده کړو د بندیز په اړه وروستي امرونه، پارکونو او ورزشي کلپونو او همداراز عمومي حمامونو ته نه لاسرسی او دغه راز په غیر دولتي موسسو کې د کار بندیز، د ښځو د حقونو ښکاره نقض چې له وړاندې د نړۍ په کچه له شدیدو مواردو بلل کېدل، نور هم پراخ شوي دي.»
ښاغلي بنت په دې راپور کې ویلي دي : «د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په اړه له تبعیض نه سترګې پټول کولای شو د جنسیتي ځورونې معادل او د بشریت پر وړاندې جنایت وبلل شي. په ټوله کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض، د تاوتریخوالي او د ناوړې ګټې اخیستنې ګواښ یې زیات کړی او د هغوی په ځاني او رواني روغتیا بدې پایلې پرېږدي.»
د بشر د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځاني او جنسیتي تاوتریخوالي د میزان د کچې له لوړوالي نه د خپلې ژورې اندېښنې په څرګندولو، ټینګار کوي چې د بشر د حقونو ملاتړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د پراختیا پر وړاندې سوله ییز لاریونونه کوي، له ټولو زیات له ګواښ سره مخ کېږي او دغه راز وهل ټکول او نیول کېږي. په دې راپور کې ویل شوي دي چې طالبان ښځو او نجونو ته د هغوی د لاریونونو له امله سزا ورکوي.
د ریچارد بنت په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داسې ښځو مړي موندل شوي چې په هغو کې د جنسي تیري نښې لیدل شوې دي. ښاغلي بنت دغه راز په دې راپور کې په افغانستان کې د خپل سفر له جریان نه هم کیسې کړې دي. د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي دي: «یوه پېغله نجلۍ په رڼا ورځ پرته له څه توضیح نه د طالبانو د چارواکو له لوري نیول شوې، وروسته جنسي تېری پری شوی او بېرته خپلې کورنۍ ته ورلېږدول شوې ده. نوموړې نجلۍ کېدای شي هغه څه چې د جنسي تیري د قرباني شویو ښځو او نجونو پر وړاندې شته دي، د شرم او وېرې له امله یې ځان وژنه کړې وي.»
په دې راپور کې ویل شوي دي له هغه وخت نه چې طالبان واک ته رسېدلي تر دا مهاله د څه باندې ۲۸۰ ښځو او ماشومانو غیر طبیعي مړینې په رسنیو کې خپرې شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، ۷۵ مورده وژنې په قصدي ډول ترسره شوې دي چې ۱۳۰ هغه یې د جګړو او ځانمرګو بریدونو له امله او څه باندې ۲۰ مورده نورې یې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې رامنځته شوې دي. دغه راز ویل شوي دي چې د ۶۰ نورو قضیو په اړه هېڅ مالومات نه دي وړاندې شوي. په دې راپور کې ویل شوي چې د مړو شویو ښځو او ماشومانو شمېر، له وړاندې کړای شویو مواردو ډېر دي.
پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو پایلې
پر ښځو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه، په افغانستان کې یې پر نجونو او ښځو بدې پایلې پرېښي دي. دغه محدوديتونه د اقتصادي او بشري ناورین د رامنځته کولو سربېره، د اجباري ودونو او د ماشومانو د ودونو لامل هم شوي دي. د دې سربېره هغه شمېر نجونې او ښځې چې له ښوونې او روزنې وروسته پاتې دي، په رواني ناروغیو اخته شوې دي او دغه امر د ځان وژنې لامل شوی دی. په دې راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانو رژیم د ټولنې پر رواني روغتیا د پام وړ اغېز پرېښی او په ښځو کې د نهیلۍ او نارامۍ د رامنځته کېدو لامل شوی دی.
د بشر د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د ښځو د کار د بندیز له جدي اقتصادي پایلو اندېښنه څرګندوي او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ -۲۰۲۲ کلونو په لړ کې د افغانستان اقتصاد ۳۰-۳۵ سلیز رکود تجربه کړی دی. په دې راپور کې همداراز ویل شوي دي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري د میاشتې په ۲۴مې نېټې د طالبانو د واک له پیل نه راپدېخوا شاوخوا ۷۰۰ زرو کسانو په هېواد کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او کرنیز، ملکي خدمتونه او ودانیز سکټورونه د نورو سکټورونو سره په پرتله، ډېر متاثره شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان ډیری وګړي د کافي خوړو له نه لرلو او د مناسب ژوند له معیارونو بې برخې ساتل شوي او نېږدې ۱۸.۹ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب له نه شتون سره مخ دي. په راپور کې ویل شوي چې کېدای شي دغه شمېر ۲۰ میلیونو ته لوړ شي او په دې سره د افغانستان له څه باندې ۹۰ سلنې خلک د خوړو د خوندیتوب له نه شتون نه رنځ وړي.
د دغه راپور د مالوماتو پر بنسټ، د طالبانو د حاکمیت لاندې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د روغتیايي ساتنې سيستم له منخه تللی دی. دغه راز اشاره شوې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دستګاه د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو په درملنې بندیز لګېدلی چې دا کار ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د کمښت او محدودیت لامل شوی دی. په راپور کې په بشردوستانه بنسټونو کې د ښځو په کار کولو د بندیز په اړه د طالبانو له لاسوهنې هم اندېښنه څرګنده شوې ده.
په افغانستان کې د مذهبي توکمونو وضعیت
د بشر د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت، په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د مذهبي توکمونو له وضعیت نه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي له توکمونو سره د چلند لپاره د قانوني او حقوقي کړنلارې نه شتون لوی نقض بللی او ویلي یې دي چې دغې چارې په عامه او سیاسي چارو کې د قومي او مذهبي توکمونو ګډون تر خپل اغېر لاندې راوستلی دی. د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰مې د ۲۰۲۲ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، په افغانستان کې د غیر پوځیانو پر وړاندې شاوخوا ۲۲ بریدونه ترسره شوي دي. د ریچارد بنت په راپور کې ویل شوي دي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳۴ وګړي وژل شوي او ۶۳۱ ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د دغو بریدونو له ډلې، ۱۶ بریدونه د هغو دریېو بریدونو په ګډون چې پر ښوونیزو مرکزونو ترسره شول، په ښکاره ډول یې د هزارګانو جمعیت په نښه کړی چې ډېری یې شعیه مذهبه دي. په دې راپور کې راغلي دي چې طالبانو د کاج په ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو له کورنیو سره بد چلند کړی او هغوی ته یې ښکنځل او د ځورونې الفاظ کارولي دي. په راپور کې وړاندې ویل شوي چې طالبان روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد او د رسنیو د خبري پوښښ خنډ ګرځېدلي دي. پر دې سربېره، طالبانو د هزاره قوم پورې تړلي هغه ۳۰ زده کړیالان چې د کاج د قربانیانو د یادونې لپاره یې په لاریونونو کې د ګډون نیت درلود، د کابل له پوهنتون نه شړلي دي.
په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق له خولې راغلي دي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په ۲۵مه نېټه، د هزاره قوم پورې تړلي لږ تر لږه اته ملکي وګړي چې څلور یې ماشومان وو، د طالبانو د ځواکونو له لوري په دایکندي ولایت کې وژل شوي دي. د دغه راپور د مالوماتو له مخې، د وهلو ټکولو او د فشار راوړلو نښې د هغوی د مړو پر مخ لیدل شوې دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د دایکندي د پېښې د قربانیانو د کورنیو شپږ تنه غړي تر اوسه د طالبانو په زندان کې ورځې او شپې تېروي.
د ښاغلي بنت په راپور کې، د هندوانو، سیک، مسیحي، احمدیې ټولنې او اسماعلیې د قومي او مذهبي د توکمونو د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده. د دغه راپور پر بنسټ، یو شمېر مسیحیان او د احمدیې ټولنې غړي د طالبانو له لوري ځورول شوي او زنداني شوي دي. پر دې سربېره، سیکانو هم په کابل کې په خپلو عبادت ځایونو کې د طالبانو له لوري له ازار او ځورونې خبر ورکړی دی. دغه راز، د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هغو اطلاعاتو ته لاسرسی موندلی چې په هغو کې د طالبانو د پوهنې وزارت اسماعیلیه ټولنه «بې لارې» اعلان کړې ده. همداراز، په راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو په ډیری فارسي ژبو ښارونو لکه هرات او مزارشریف کې، د پوهنتونونو لوحې له فارسي نه پښتو ته اړولې دي او نورې قومي ډلې یې څنډې ته کړې دي.