۸صبح، کابل: د کډوالو نړیوال سازمان د نرسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې نږدې ۱۵۰ زره افغان ناروغانو ته يې روغتیايي مشورې ورکړې دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) نن پنجشنبه د غويي پر ۲۲ په ټويټر کې د یوه پيغام په خپرولو ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له پيل څخه تر اوسه یې په افغانستان کې ۱۴۵۲۶۹ ناروغانو ته مشوره ورکړې ده.
د کډوالو نړیوال سازمان همداراز په افغانستان کې د ۱۸۸۵ بحراني پېښو د مدیریت خبر هم ورکړی دی.
د نرسانو نړيواله ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي، چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې نرسانو ته شدیده اړتیا لري.