صبح، کابل: په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې په افغانستان کې د یو ټولګډوني حکومت جوړېدل په دغه هېواد کې د «سیاسي ثبات او پرمختګ» پیلامه ده.
د ایسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، قمي شنبه د غبرګولي پر ۵مه د کډوالو په یوې غونډه کې ویلي چې افغانستان د دغه هېواد د ټولو خلکو ملکیت دی او باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي.
هغه ویلي دي: «موږ په ښکاره ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره دی، که غواړو چې د بُن شرایطو ته ور ونه ګرځو، باید دې مسئلې ته پام وکړو. موږ له [طالبانو] سره د تعامل سربېره مشورې هم ورکوو.»
په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی امریکا په افغانستان کې د خپلو مداخلو او بې ثباته کولو سیاستونو په دوام تورنوي او داعش د دغه هېواد پروژه بولي.
هغه وویل: «نن امریکایان په افغانستان کې د پرون په پرتله ډیر ناوړه کارونه کوي.»
د قمي په خبره، په سیمه کې د امریکا د «مداخلې» سیاستونو لګښت د افغانستان خلک پرې کوي.
تر دې دمخه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین ویلي و چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه د یو ټولګډوني حکومت په جوړېدو پورې اړه لري.