د جمهوريت له ړنګیدو او د طالبانو د رژیم له بیا راتګ وروسته، د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو او د هېواد اقتصاد د کندي پر څنډه ولاړ دی، چې ورسره د بشري ناورین د رامنځته کېدل زیات شوي دي. د طالبانو سختو او افراطي کړنو، نړیوالې ټولنې ته له دې ډلې سره اړیکي ستونزمنې کړي او نړیوالو مرستندویه موسسو ته یې، د مرستو رسولو بهیر، له ننګونو سره مخ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ددغه هېواد وګړي، تر بل هر وخته، زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، د وروستي راپور له مخې، چې د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه خپور شو، «افغانستان له یوه بېساري بشري ناورین سره مخ دی، د سیستماتیک سقوط او انساني ناورین لوړ سره لاس او ګریوان دی.»
دا راپور وړاندوینه کوي چې د هېواد له ۴۳.۱ ملیون نفوس څخه شاوخوا ۲۸.۳ ملیون خلک لاس نیوي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
د دوی په منځ کې، له ۵۰سلنې زیات یې ماشومان، (له ۱۵ملیونو زیات) دي، چې د عمر له پلوه، یو له خورا زیان منونکو طبقو څخه شمېرل کیږي. د راپور له مخې، د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د ژوندي پاتې کېدو لپاره، لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي لپاره، پر نړیوالو مرستو تکیه لري او که ژر تر ژره ورته رسیدنه ونهشي، د «انساني ناورین» رامینځتهکېدل ډېر شوني دي.
۱. د اوسني کړکېچ لامل د طالبانو رژیم دی
له یوې خوا د طالبانو د مشرانو ناسمې کړنې، له بلې خوا په کوردننه او پر نړیوال ډګر ددغې ډلې مشروعیت نلرل، بلې خوا ته د هغوی ناکامه حکومتوالي، د ناامنۍ او بې ثباتۍ په کنټرولولو کې، پاتې راتلل، د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو کې پاتې راتلل، د دوي د خوښې افراطي اسلام په ترویج باندې د رژیم ټینګار، په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي ډګرونو کې، د ښځو له شتون سره مخالفت او د ښځو پر وړاندې ددي ډلې بربنډ ناوړه او غيرانساني چلند، په هېواد کې، د بشري ناورين بهير ګړندى کړى او د افغانستان خلک یې له یوې تيارې راتلونکي سره مخ کړي.
د ښځو پر وړاندې د غیر انساني محدودیتونو لګول، د تعلیم، لوړو زده کړو، په مدني چارو کې د ښځو دګډون او په نړیوالو مرستندویه موسسو کې، د هغوی پر کار بندیز، د بهرنیو مرستو د ځنډېدو او د مرستندویه موسسو د شنډېدو لامل شوي دي. په حقیقت کې د طالبانو لخوا لګول شوی بندیز، د نړیوالو مرستو د رسولو په بهیر کې، د ګډوډۍ لامل شوی او د هېواد په بیوزله او اړه طبقه کې یې، کارګرې میرمنې اغیزمنې کړي او د مرستو بهیر یې له ننګونو سره مخ کړی دی. په ورته وخت کې، د مرستندویه موسسو د کار ځواک لویه برخه، له ښځو جوړه ده. دا ادعا کولی شو چې طالبان د اوسني بحران اصلي عاملین دي.
۲. په بهرنیو مرستو ولاړ یو متزلزل اقتصاد
د نړیوالې ټولنې د مرستو پر بنسټ ولاړ اقتصاد، د اوسني بحران یو لامل دی. په وروستیو کلونو کې د نړیوال بانک د ارزونی د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه عامه لګښتونه، د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کېدل. له یوې خوا پر نړیوالې ټولنې تکیه او د ځان بسیاینې نشتوالی او له بلې خوا د نړیوالو نورمونو پرخلاف د طالبانو پاروونکي عملونه، د بهرنیو مرستو د کمښت لامل شوي او د هېواد اقتصاد یې نور هم کمزوری کړی دی. په دقیقه توګه، د طالبانو بیا واک ته رسیدل او ددې ډلې د مشرانو غیرمنطقي پریکړو، د هېواد د پراختیا بهیر ګډوډ کړی او افغانستان یې په شا تګ ته برابر کړی دی.
پر کمزوري اقتصاد سربیره، نور عوامل هم شته چې په هېواد کې یې کړکیچ پیاوړی او لا ژور کړی دی. د پوهانو وتل، ناامني، ناسم مدیریت، د طالبانو د رژیم بېکفایتي او د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې ددې ډلې ناکامي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو وتل، چاپیریالي ننګونې، د اقلیم بدلون، بېځایه شوي خلک او کورني کډوال او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی، هغه نور څه دي چې په هېواد کې د بحران د رامنځته کېدو او خپریدو لاملونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور موندنې
په لاندې برخه کې، موږ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر خورا مهمو موندنو ته نظر ځغلو. د راپور له مخې، «۱۷میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ میلیونه خلک د خوړو د نه خوندیتوب او د قحطۍ په بیړني حالت کې دي.» د ژمي سړه هوا او د سون توکو په پېرلو کې، د خلکو بېوسي، د وضعيت د خرابېدو او پېچلتيا لامل شوی دی.
د راپور له مخې د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. په ۲۰۲۳زېږدیزکال کې، د ۲۸.۳ ملیونو تنه شمېره، د تیر کال په پرتله کله چې دا شمېره ۲۴.۴ ملیون تنه وه، د هغو کسانو په شمېر کې ۱۶سلنه زیاتوالی ښیې چې مرستې ته اړتیا لري. د پورتني راپور د ارزونو پر بنسټ، په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله، د زیانمن شویو کسانو شمېر د عمر، جنسیت، فزیکي معلولیت لرونکو کسانو او د جغرافیوي موقعیت پر بنسټ وېشل کېدای شي.
افغانستان د نفوس له پلوه د نړۍ یو له ځوانو هېوادونو څخه دی. د هېواد د نفوس لویه برخه له ماشومانو جوړه ده. د عمر ګروپونو له نظره او د بېثباته اقتصادي شرایطو له امله، ماشومان په خورا بې نظمۍ او بې ترتیبه حالت کې دي، او د نورو عمر ګروپونو په منځ کې، دوی د ډېر زیان منونکي او ډېر خطر سره مخ دي. ماشومان د هېواد د بشري مرستو د نفوس له نیمایي څخه ډېر جوړوي. د اړمنو کسانو۵۴سلنه له ۱۷ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي، شاوخوا ۱۵.۲ میلیونه ماشومان.
د جندر په برخه کې، د راپور موندنې ښیي چې د نارینه وو ترڅنګ نجونې او ښځې له اوسني ستونزمن وضعیت څخه تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي. ۲۶سلنه نجونې (۷.۴ ملیونه) او ۲۳سلنه ښځې (۶.۴ ملیونه) نفوس جوړوي، د هغو خلکو په ډله کې دي چې مرستې ته اړتیا لري.
له بلې خوا، نږدې ۲۸سلنه هلکان ( ۷.۹ ملیونه تنه) او ۲۳سلنه نارینه ( ۶.۶ ملیونه تنه) زیانمن شوي او ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د جغرافيايي موقعيت او د نفوسو د انډول له مخې، شاوخوا ۷۹ سلنه (۲۲.۲ میلیونه تنه) هغه کسان دي چې د هېواد له ګډوډ حالته اغیزمن شوي په کلیو کې ژوند کوي. له بلې خوا، ۲۱سلنه (۶.۱ ملیون تنه) په لویو ښارونو او ښاري سیمو کې موقعیت لري او زیانمنونکي دي.
له ماشومانو وروسته (۱۲.۳ ملیون تنه) شاوخوا ۴۴سلنه لویان بشري مرستو ته اړتیا لري. په ورته ډول، ۷۰۰ زره خلک، یا ۲.۷سلنه زاړه، مرستې ته اړتیا لري. د دوی ترڅنګ شاوخوا (۲.۴) میلیونه کسان چې له فزیکي – روحي معلولیت او نورو ډوله ډول معلولیتونو سره مخ دي هم مرستو ته اړتیا لري.
پایله
افغانستان په یوه بېساري کړکېچ کې پریوتی دی. د هېواد اقتصاد مخ پر خرابیدو دی، روغتیایی سیستم له سقوط سره مخ دی، زیاتره خلک وږي او بېوزلي دي، حکومت ناقانونه او بېکفایته دی او د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو وس نلري، سیاسي وضعیت ډېر خراب دی، فساد او توکمپالنه هغه اصلي شیان دي، چې د بحران شدت یې زیات کړی دی. ددې حالت دوام به د هېواد بېوزلو او اړمنو طبقو په تېره بیا ماشومانو او ښځو ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي. په لنډه موده کې، د طالبانو د ډلې لپاره د حل لاري چارې، ظاهره دادي چې د هېواد د وګړو پر حقونو او مدني آزادیو له سره غور وکړي. د یوه بېړني اقدام په توګه، باید د بشردوستانه مرستو د اسانتیا او د هېواد د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر ښځو محدودیتونه لیرې شي. که نه نو خلک به نوره هم قرباني ورکوي او دا به طالبان وي چې د ناورین مسؤل به وي.